Homeخبرونهغزني کې خلک په خپل لګښت ښوونځی جوړوي

غزني کې خلک په خپل لګښت ښوونځی جوړوي

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) ‏‏د ‎غزني د جغتو ولسوالۍ په دره ترګان سیمه کې، د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږې چې د رغولو چارې یې پیل شوې.

د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ښوونځي ودانۍ په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې د لسو میلیونو افغانيو په لګښت جوړیږي چې ۱۴ درسي خونې او نور ملحقات به ولري.

دا خبر په داسې مهال خپور شوی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د ښوونځيو د ودانيو په ګډون د ډېرو انکشافي پروژو چارې د بودیجې د نشتوالي او اقتصادي ناورين له امله ځنډيدلي دي.

د طالبانو چارواکو په مدرسو د يو شمېر ښوونځيو د بدلولو هڅې هم پیل کړي، چې منفي غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...