فرشته جلالزۍ
زیات افغانان په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان “تور مکناټن “ بولي.
دا جالبه خبره ده .
زه په دې نه وم خبره.
منصور احمد خان د مې پر ۲۵مه نېټه دا خبره ټویټ کړه چې په کابل کې یې د ګاونډیو هېوادونو او ترکیې د سفیرانو او داسلامي همکاریو سازمان د استازي سره د افغانستان پر ثبات اوپرمختګ خبرې وکړې.
د افغانستان استازی پکښې غایب و.
ډېرو افغانانو پر ټویټر غوغا جوړه کړه چې تورمکناټن ولي زموږ پر غولي او زموږ په غیاب کې، زموږ په اړه له نورو سره خبرې کوي؟
دافغانانو غوغا په کابل کې د پاکستان د پخواني سفیر ، اصف دراني خبره بیا را یاده کړه.
دراني ویل: افغانان ولې نه پوهېږي چې پاکستان اټمي قدرت دی؟
دې سوال د ډيرو مسایلو په اړه زه بیا – بیا فکر کولو ته مجبوره کړې یم.
د دراني هدف څه و؟
په هغه ورځ اصف دراني په کابل کې د پاکستان په مرسته جوړ سوي روغتون ته دوا، کمپلې او نور مواد ور وړي ول.
زه خبریاله وم.
په روغتون کې ناستو افغانانو ته مې کتل چې هر یو خپل نوبت ته انتظار و.
په هره خونه کې ناروغ کوچنیان ، په جګړه کې ټوک – ټوک سوي ځوانان، ببر سرې ښځې او کمزوري نارینه پراته وو، حیران – حیران یې راکتل.
د هر یوه سترګې لکه د ولاړو اوبو ډنډ، د هر یوه شونډې وچې او رنګونه یې الوتي ول.
ما د هر یوه سترګو ته کتل او له ځانه مې پوښتنه کوله چې ایا موږ واقعاً پر دې نپوهېږو چې پاکستان اټمي قدرت دی؟
پر ټوېټر د پاکستان پر ضد د افغانانو له وروستۍ غوغا لږترلږه پدې وپوهېدم چې ښايي لا هم سم نپوهیږو.
موږ لا هم پدې نپوهیږو چې تور مکناټن څوک دی.
زړه مې غواړي چې هر یو تر ګریوان راونیسم او سوال ورڅخه وکړم چې ولې نه پوهېږې؟
زه احساسوم چې موږ د تور مکناټن اصل ندی پېژندلی .
اصل مکناټن سپین و.
سپین مکناټن (ویلیم هې مکناټن) د نولسمې پېړۍ په پیل کې په کابل کې د انګلیس ملکي استازی/وزیرمختار و.
هغه د اتلسمې پیړۍ د پاي په کلونو کې په بنګال کې چې د بریتانیې تر واکمنۍ لاندې و، زېږېدلی و.
د سپین مکناټن پلار ، فرانسس مکناټن پر هند د بریتانیې د واکمنۍ په وخت کې د مدراس او بیا د کلکتې د سترې محکمې قاضي و.
نو واضح ده چې سپین مکناټن په لوستې او سیاسي کورنۍ کې را ستر شوی و.
هغه په بنګالي ژبه مسلط و او د مسلمانانو او هندوانو پر ټولنیز عُرف او قوانینو یې لېکنې کولې.
سپین مکناټن ځان په لنډ وخت کې تر مُمبی (بمبيي) او د لارد اکلنډ نږدې کړیو ته ور ورساوه.
لارد اکلنډ څوک و؟
لارد اکلنډ د نولسمې میلادي پیړۍ د پیل په کلونوکې په هند کې د انګلستان د شاهي کورنۍ لوی استازی (ګورنر جنرال ) و.
هغه وخت شاه شجاع هند ته تښتېدلی و .
امیر دوست محمد خان په کابل د واک پر ګدۍ ناست و.
لارد اکلنډ شاه شجاع په څنګ کې نیولی و د امیر دوست محمد خان پر ضد یې د هغه ملاتړ کاوه.
لارد اکلنډ په کابل کې د خپلې ناکام پوځي او سیاسي کړنلاري د اصلاح لپاره سپین مکناټن چې په لودیانه او لاهور کې یې د کار تجربه درلوده او لارد ته ډېر نږدې هم و، په کابل کې خپل ملکي استازی/وزیر مختار معرفي کړ.
د لارډ اکلنډ د سیاسي او پوځي ناکامي جزیات، په کابل کې د ویلیم برنس د ماموریت او جنرال ویلیم الفنستن د ماموریت په اړه د کپتن ایر د یادداشتونو په کتاب کې لوستلائ سئ.
له سپین مکناټن سره څه باندې ۳۰ زره عسکر ملګري ول.
خو د افغان – انګلیس د لومړي جنګ ( ۱۸۳۹-۱۸۴۲) مقدمې په کابل کې کیسه ګډوډه کړې وه.
د (لومړی افغان -انګلیس جنګ) په نوم کتاب ډاکتر افضل اقبال لیکلی او نسیم سلیمي په پښتو ترجمه کړی دی.
په دې کتاب کې د کابل د بحراني وضعیت ډېر جزیات ثبت سوي دي.
کله چې سپین مکناټن کابل ته ورسېد، ځوان محمد اکبر خان د افغان په ننګ توره تړلې وه.
سپین مکناټن په کابل کې له خپلوځینو همکارانو سره چې ویلیم برنس او جنرال ویلیم الفنستن یې په سر کې دي، د اختلافاتو او په خپلو قواوو کې د ګډوډۍ له کبله په څو لارو کې بند پاته و
په ابتدا کې یې ناکامې هڅې وکړې چې د بریتانوي ځواکونو د پاشل کېدو او سیاسي ناکامۍ مخنیوی وکړي.
په نهایت کې یې هڅه کوله چې له کابله خپلو قواووته دوتلو مصئونه لار پیدا کړي.
مجبوراً یې له وزیر محمد اکبر خان سره مذاکرې ته غاړه کښېښوده او د ۱۸۴۱ م کال د ډیسیمبر په ۲۳مه له وزیر محمد اکبر خان سره پر همدې مسله په مجلس کې ووژل شو.
سپین مکناټن که څلور میاشتې لا ژوندی پاته سوی وائ، د ممبی ګورنر (والي) به مقرر سوی وائ.
لارد اکلنډ د (Sir) د اعزازي لقب ورکولو پرېکړه هم کړې وه.
له کابله یوازې یوه بریتانوي وګړي، ډاکتر برایډن ځان پېښور ته ژوندی ورساوه.
افغانانو جنګ وګټل.
پردې جګړه ما ډېر کلونه مخکې د روسي لیکوال نفتولا خالفین کتاب لوستی و.
په کتاب کې له کابله د جګدلګ تر تنګي پوري د بریتانوي ځواکونو د وتلو کیسه قدم په قدم لیکل شوې وه او د انګلیس د شکست حیرانونکی تصویر یې کښلې و.
یوازې د جګدلګ د حادثې مطالعې زه ټول عمر د افغان – انګلیس له لمړۍ جګړې سره تړلې وساتلم.
نفتولا خالفین پدې کتاب کې د لارد اکلنډ د سیاست، په کابل کې د ویلیم مکناټن او د ویلیم برنس ماموریت او سیاسي رقابت، د جنرال ویلیم الفنسن کمزورې رهبري، له کابله د انګلیس د ځواکونو د وتلو جزیات، د امیر دوست محمد خان بارکزي او شاه شجاع دراني سیالۍ او د کندهار د دې مقتدرو کورنیو ترمنځ سیاسي دښمنۍ او دځوان وزیر محمد اکبر خان د ژوند او مرګ په اړه ډېر جزیات لیکلي ول.
لاهم ، ما (لوستونکې) ته د افغان – انګلیس لومړۍ جګړه زموږ د معاصر تاریخ تر ټولو جالب څپرکی دی.
د دې جګړې هره کړۍ دومره راته جالبه ده چې که پر هر یوه کتاب ولیکل سي، وبه یې لولم.
خو غواړم د خپل تاریخ پر دې مهم څپرکي خپل معتبر روایت ولولم.
ولې؟
د دې لپاره چې تاریخ انسان لیکي او زه باور لرم چې انسانان بې طرفه لیکنې نشي کولائ.
نو کله چې نور خلک زموږ تاریخ را لیکي، موږ ځان ته د بل له نظره ګورو.
د بل چا له نظره یوې موضوع ته کتل ګټور کار کیدلائ سي.
خو که انسان خپل روایت ونلري، له خپله نظره ځان ته ونګوري، ځان به څرنګه پيژني؟ خپل چاپیریال او پکښې موجود عوامل به څرنګه پېژني؟
له ځان سره مې فکر کاوه چې که امیر دوست محمد خان هغه وخت څو لیکوالو ته د افغان – انګلیس پرجګړه او په جګړه کې پر ښکېلو مهمو سیاسي او پوځي وګړو د کتابونو لیکلو مسولیت ورکړی وائ، نو څه به شوي وائ؟
ښايي موږ به سپین مکناټن ښه پېژندلی وائ او اوس به مو د تور مکناټن په اړه دومره سوالونه نه درلودل؟
په کابل کې د سپین او تور مکناټن دماموریت ترمنځ دوې پیړۍ وخت تیر سوی دی.
د سپین مکناټن او تور مکناټن فرق څومره دی؟
سپین مکناټن له پوځونو سره کابل ته راغلی و.
تور مکناټن له پوځه سره ندی راغلی.
خو ایا یوازې راغلی دی؟
سپین مکناټن د یوه افغان مشر پر ضد د بل افغان مشر د ملاتړ واضح سیاست چلاوه.
تور مکناټن وايي چې د ګاونډیتوب پر اصولو کار کوي.
خو د دې ګاونډیتوب برید له کومه ځایه تر کومه دی؟ اصول یې څه دي او چا ټاکلي دي؟
ځوابونه یې ګران، مجهول او پیچلي دي.
زه فکر کوم چې د هغې غزا او دې افتضاح ترمنځ په دوو پیړیو کې یوازې دافغان ولس د بدبختۍ کیسه ارزانه، واضح او معلومه پاته سوې ده.
دومره ساده چې ښايي په دې څلورو بیتونو کې خلاصه کیدلائ سي:
شب تنهایی ی موعود کابل
شب تابوت خاک و دود کابل
چه مظلومانه اُفتادند برخاک
اکاسي های خون الود کابل
خو د سپین مکناټن په عصر کې د افغان کیسه دومره ارزانه نه وه.
هغه وخت بریتانیې اټمي بم نه درلود.
ځوان محمد اکبر خان د وطن پر ننګ ولاړ و.
د غلجو لښکرې د انګلیس پر ضد جنګېدې.
امیردوست محمد خان قومي او پوځي پایه درلوده .
افغانانو د انګلیس سره په لومړۍ جګړه کې په خپلو وسلو، اسانو او اوښانو جنګ کاوه.
عادي افغانانو په کابل او نورو سیموکې پر انګلیسانو حملې کولې.
په کابل ښار کې د بي بي مهرو زیارت یې یو فلکلوریک مثال دی.
ما له ډېرو کابلیانو ارویدلي چې (شاخ و بته به ضد انگلیس بود.)
سپین مکناټن په هغسې شرایطو کې د لارداکلنډ د ناکام سیاست د کامیابولو لپاره کابل ته تللی و او خپل سر یې وخوړ.
خو دتور مکناټن شرایط د سپین مکناټن له شرایطو سره هغومره فرق لري لکه سپین او تور رنګ چې یې لري.
د اصف دراني د اټمي قدرت خبره دلته صدق کوي.
تور مکناټن پداسې افغانستان کې چې یوه ږمنځ نشي جوړولائ د یوه اټمي قدرت استازی دی.
په افغانستان کې یو نظام له ټولو تاسیساتو سره له منځه تللې دی.
دلته د قومي قدرت هیڅ داسې معتبر مرکز نسته چې خلک لاس ورباندي تکیه کړي.
دوامدارې جګړې په ټولنو کې اخلاقي اصول کمزوري کوي او وژني نو واضح ده چې افغان نور پر افغان باور نلري.
قومي مشران او هغه خلک چې ولس ورباندې را غونډېدلائ شوائ، د تور مکناټن دکامیاب سیاست قرباني، په نښه او ووژل شول.
تور مکناټن د داسې قوت استازیتوب کوي چې پر کنړ او خوست راکټ اوروي او بمبارد کوي خو چېرې ده بي بي مهرو؟
د سپین مکناټن په وړاندې محمد اکبر خان ودرید.
خو د تور مکناټن په عصر کې څوک وزیر محمد اکبر خان دی؟
سپین مکناټن دوه سوه کاله مخکې د یوې ناکامې پالیسئ د کامیابولو لپازه کابل ته راغلی و خو تور مکناټن د یوې کامیابې سیاسی او نظامي پالیسئ د چلولو لپاره په کابل کې ناست دی.
تور مکناټن په کابل کې خپل بیرغ د سرو ګلانو په موج کې پورته کړ .
خو جالبه دا ده چې ایا بریتانیې دوې پیړۍ ولګولې چې یو ناکام سیاست په کامیاب بدل کړي؟
که داسي وي نو بیا خو یې پښتانه یې د پښتانه په نرخ ووهل !
پښتانه متل کوي چې : یو چا سل کاله وروسته د تربره وار اخیستی و. بل چا ورته ویلي و چې تلوار دي کړی دی.
———————
یادونه:
1) زه د انسانانو پر برابري باور لرم. پدې لیکنه کې د تور او سپین رنګ یادونه سیاسي کنایه ده چې یوازې دخلکو خبرې ته د اشارې لپاره کار ورڅخه اخیستل سوی دی.
2) متاسفانه ددری شعر شاعر ندی را معلوم . ما د فرهاد دریا له یوې سندرې راخیستی دی.
3) تربر – تربور : د کاکا زوی، د پلار له خوا خپل
ډيره ښکلي ليکنه ده . له مانا او مفهوم نه ډکه کور دې ودان او احساس دې ابدي اوسه .
په دې لیکنه دې د هر افغان او پښتون په رګونو کې د غیرت وینه چلولې ،خو که په جوش راشی. ته پوهیږې چه پخپل قلم سره دې د بی بی مهرو رول ادا کړی. ځکه خو د تور مکناټن د لاسپوڅو هر فرمان ستاسو په ضد صادریږی. تور مکناټن ډیر ږیرور او بریتور افغانان په شناختی کاردونو پیرلی، اوس یې ټوله ویره له افغانی میرمنو څخه ده.
که له ځلمو نه پوره نه شوه. افغانستانه جینکۍ به دې ګټی.
تاریخ د تیرو واقعاتو پۀ رڼا کې د راتلونکي سمولو دپاره ډیر اړین دې او ځکه مونږ وایو چې د خپل تاریخ نه ځان خبر کۍ نو بیا بیا به هم هعه غلتۍ درنه نۀ کیګي کمې مو چې کړي دي
فرشته ته لوي ژوند غواړم چې د تاریخ پۀ رڼا کې يي د اوسني استبداد ریښتونې شکل ښکاره کړې
سلامونه.
خورکۍ جلالزۍ فرښتې رښتیا رښتیا تاریخ دې لیکلی. سپین او تور غلام دې ښه پیژندلي. په لیکنه دې برکت.
شاه شجاع هم درانی و؛دوست م.خان هم. آصف سفیر هم!!! .د ایټم بم جوړونکی ډ.قدیر خان هم پښتون و ښايي هغه به هم درانی و؟
مګر ټولو کې نر درانی غازي وزیر م.اکبر خان و. او اصلن ولس یو موټی و حتی تر بته او سنګ کابل!!! د فیرنګي ضد ول.
– دا اټمي بمونو والا لا تر اوسه له هیروشیما او ناګاساکي عبرت نه اخلي چې جاپانیانو او ناکامورا ترینه څه ډول غچ واخیست؟؟.
-ط.ط. باید ټول وطن (افغانخوا+پښتونخوا+بلوڅخوا….) د سپین شوکاڼي یا تورو سنګ زغال په چواڼیو ونه پلوري!!!!!!!
زموږ محترمی خور جلالزۍ، خورا اهم سر افشا کړی ؛هغه چې زموږ دښمنان که هره جامه واغوندی،من از طرز خرامت می شناسم؛او زموږ مومن ملت ته یی د مکناټن شناسی درس ورکړی،
چې نور هم باید وغزیږی ،درسونه او عبرتونه تری واخیستل شی ،او زموږ ملټ او بیا بالاخص مومنو
حکامو شنوا غوږونو ته ورسول شی ،ترڅو په مستقبل کی د ملت ګټې خوندی او موږ ملت سازی ته
نږدی او مرصوص صف او ملت ولرو ، نو بیا کولای شو چې ملی او نړېوال مسایلو کی ټاکونکی رول
ولوبوو مکناټن او مکناټن ګونه له خپلې خاورې وزغلوو؛چې دا ډیر کار ،علم ، ویښتابه او پوخ ژوندی قیادت ته شدیداََ ضرورت لری۰
ډاکتر صاحب کرګر – ډيره مننه او خوشحاله یم چې تاسو زما دا لیکنه هم ولوسته او خپل نظر مو راسره شریک کړی دی. تاسو زموږ سر لاري یاست.
عبیدالله خانه – ډیره مننه ! ځان ستاسو د محبت او خلوص پوروړې ګڼم.
محب افغان صاحب – ډيره مننه ! تا دي خداي اباد لري. لکه مشر منظور پښتین چې وايي: دا اوږده لاره ده او هر یو به خپل مسولیت ترسره کوو.
ډاکتر صاحب ساپی: ډيره مننه ! خداي دي ستاسو په څير خلک زموږ په ټولنه کې زیات کړي چې په ګډه مبارزه وکړو . موږ ټول په یوه بیړۍ کې سپاره یو.
ډاکتر صاحب همت : ډیره مننه ! خداي دي تاسي اباد لري چې خپل نظر دي راسره شریک کړی دی. په دې کې ټول ملګري یوو، ټول به په ګډه کار کوو، خداي دي زموږ په وطن رڼا کړي.