یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپر ملا یعقوب د چاودنې راپور رد شو

پر ملا یعقوب د چاودنې راپور رد شو

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) ‏‏په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې ولايت کې پر خپل دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د چاودنې راپورونه رد کړل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه استازي قریشي بدلون ويلي، چې د دغې چاودنې ګونګسې دروغ دي او بې ځایه تبلیغات دي.

ملا یعقوب مجاهد پرون ننګرهار ولايت ته په سفر تللی و، خو ځينو رسنيو او خلکو پرې د درنې چاودنې خبر ورکړی و.

سرچينو ويلي وو، چې په چاودنه کې ملا یعقوب ته زيان نه دی رسیدلی، خو ساتونکو ته ېې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملا یعقوب مجاهد ننګرهار ته د سفر پر مهال د ډیورند فرضي کرښې له صفري سیمو لیدنه کړې او د سیمې له خلکو سره یې د ستونزو اورېدو په هدف لیدلي.

په وروستيو کې د طالبانو په اړه ډېر داسې خبرونه خپريږي، چې وروسته یې دوی ردوي.

د خبریالانو د دفاع ادارې وايي، چې پر خپل وخت رسنيو ته د طالبانو له لوري د معلوماتو نه ورکول د دا ډول خبرونو د خپریدو سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب