یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهايران په بامیان کې د « امام خميني» په نوم روغتون جوړوي

ايران په بامیان کې د « امام خميني» په نوم روغتون جوړوي

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي، چې ايران په بامیان ولایت کې د « امام خميني» په نوم د یوه روغتون په جوړولو کار کوي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد باميان ته د سفر پر مهال د امام خميني په نوم د ايران په لګښت له جوړيدونکي ۱۲۰ بستريز روغتون څخه ليدنه کړې ده.

 ‏‏‏د اعلامیې په اساس، د دې سفر پر مهال د طالبانو د عامې روغتيا وزارت سرپرست د ځايي روغتيايي ستونزو په حل ټينګار کړی او په بندر امير پارک کې يې د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو ژمنه وکړه.

‏طالبانو د ايران په لګښت د جوړيدونکي ياد شوي ايراني روغتون په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ايران له پخوا نه په افغانستان کې په مغرضانه مرستو او لاسوهنو تورن دی.

دغه هېواد په افغانستان کې تر ډېره پر هزاره او شيعه خلکو ډیر تمرکز کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب