یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط - الب مبلغينو له کمپاين وروسته د کابل ښاروالۍ وياند...

د ط – الب مبلغينو له کمپاين وروسته د کابل ښاروالۍ وياند ګوښه شو

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) د کابل ښاروالۍ چارواکو تر هغې وروسته، چې یو شمېر طالب مبغلینو د کابل ښاروالۍ د نشراتو رياست لپاره د جمهوري نظام پر مهال د ټاکل شوي رييس نعمت الله بارکزي سوابق برسېره او نقد کړل، نوموړی له دندې ګوښه کړ.

د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، نن د نوموړي پر ځای قاري واسع الله زاهد د نوي سرپرست رئیس توګه وټاکل شو.

د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې د ګوښه شوي رييس په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د هغه پر ځای د رياست د کارکوونکو هڅې ستايل شوي.

د کابل ښاروالۍ خبرپاڼه د نوي رييس په اړه ليکي:« ښاغلی زاهد له یوې مجاهدې او پتمنې کورنۍ څخه دی، د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او په تحصیلي بنسټونو کې د تدریس ترڅنګ په رسنیزه برخه کې ۹ کلنه تجربه لري.»

د ګوښه شوي رييس په اړه، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته یې ظاهري بڼه ډېره بدله شوې او د يوه « طالب» په څېر شوې وه، په وروستيو څو ورځو کې د طالبانو يو شمېر تبلیغاتي مبلغينو په ټولنیزو رسنیو کې توند بحثونه وکړل.

طالب مبلغينو له امرالله صالح، حمدالله محب او د جمهوري نظام ملي امنيت ادارې سره د نوموړي د نيږدې اړيکو ادعا کړې وه او دی ېې د څېرې او بڼې د‌ بدلولو له کبله د طالبانو د تېر ايستلو په هڅو تورن کړی و.

طالبانو د نوموړي د جمهوريت او طالب واکمنۍ عکسونه هم سره یو ځای کړي او نعمت الله بارکزی یې په چاپلوسۍ تورن کړی و.

ښاغلي بارکزي د ګوښه کیدو په اړه یې څه نه دي ويلي.

نوموړی مخکې د ارزو تلويزون د هنري خپرونو چلوونکی پاتې شوی او ويل کېږي، چې څو وروڼه ېې د پخواني ملي امنيت سرتېرو په لیکو کې وژل شوي وو.

طالبانو سره د نوموړي ډېر نيږدې والی د جمهوري نظام د يو شمېر مدافعینو له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب