Homeخبرونهايمن الظواهري ملا هیبت الله د خپل امیر په توګه منلی

ايمن الظواهري ملا هیبت الله د خپل امیر په توګه منلی

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) بي بي سي رسنۍ د د ملګرو ملتونو د يوه نا خپور شوي تازه راپور په اساس خبر ورکړی، چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوند زاده سره د « امیرالمؤمنین» په توګه بیعت کړی دی.

د راپور په اساس، د طالبانو له واکمنیدو سره د ایمن الظواهري غږيږ پیغامونه زيات شوي او ګومان کېږي، چې دې ډلې او مشرانو ته ېې په افغانستان کې د خوندي فعاليت زمينه برابره شوې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې د القاعدې په ګډون ټولو ترهګرو ډلو سره اړيکې او په افغانستان کې پناه ورکول رد کړي وو.

له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کول د طالبانو له هغو اساسي ژمنو څخه وه، چې په قطر کې ېې له امریکا سره د سولې په تړون کې کړي دي.

په وروستيو کې يو شمېر امريکايي چارواکو هم په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلو د بيرته منظمیدو اندېښې ښودلې وې، خو طالبانو یې څرګندونې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...