یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههلمند کې ۶ وروڼو د میراث په سر خپله خور وژلې ده

هلمند کې ۶ وروڼو د میراث په سر خپله خور وژلې ده

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) د هلمند ولايت طالب چارواکو ویلي، چې په دې ولايت کې ۶ وروڼو په ګډه خپله خور د ميراث په سر وژلې ده.

د ځايي چارواکو په خبره، دا پېښه پرون د ناد علي ولسوالۍ په ګل آغا بازار سیمه کې رامنځته شوې ده.

 ‏‏‏د سرچينې د معلوماتو په اساس، له دغو کسانو څخه ۴ تنه ېې نيول شوي او د نورو د نيولو هڅې روانې دي.

په افغانستان کې ښځو ته د میراث نه ورکول یوه عامه ستونزه ده.

د دې ترڅنګ په مختلفو نومونو او پلمو د ښځو او نجونو وژل هم عامه ده، خو اوس ېې لا شدت ته اندېښنې ځکه زیاتې شوي چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځي او د ښځو پر مخ د ډېرو ادارو دروازې تړلي او له ښځو یې ډېر اساسي حقونه اخيستي دي.

1 COMMENT

  1. ډیره د خواشینۍ پیښه او درده ونکی خبر دی

    د یوه غیږ کی پرته وی بل ته خاندی
    څه لولۍ او بی حیا ده دا دنیا
    رحمان بابا
    په ننی عصر کی داډول پیښی دزغملو وړ تندی
    خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه کی د نجونو او میرمنو سره په هره کچه ظلم او ناروا سلوک کیږی او برحق حقوق يی غصب کیږی
    دوخت حاکمان هم ددې وحشت او ظلم په پلی کولو کی لوی لاس لری ځکه چی ښځو ته د یو انسان او د الله د مخلوق په حیث نه ګوری او هرډول لوبی يی ورباندی شروع کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب