زبیر افغان
عبادات له دې سره چې د الله لپاره دي، ثواب لري، د زړه سکون او روحي ډاډ پکې شته، ځينې مهم پيغامونه د انساني ټولنې او ژوند لپاره هم لري، چې هغو ته يې له بده مرغه مسلمانانو توجو نه ده کړې.
د لمانځه په صف کې دې نژدې سره درېږي، چې د یوه پښه له بل سره ولګېږي او اوږه يې له اوږې سره ولګېږي، په دې توګه به هم صف منظم و برابر شي او هم به هغه حکمت تر لاسه شي چې په دې کې نغښتی دی. د نژدې درېدلو یو حکمت د مسلمانانو ترمنځ مینه پيدا کول دي، د هغوی زړونه سره نژدې کول دي، ځکه څوک چې سره خپه وي هغه نژدې نه درېږي، حتمن هڅه کوي چې یو څه ځنې جلا ودرېږي، خو حدیث امر کړی دی چې نژدې ودرېږي، نو په دې سره یو بل ته نژدېکت پيدا کېږي او ترمنځ يې د مینې سبب کېږي.
اما که زړونه سره بېل وي، خو پښې سره نژدې وي، نو بیا اساسي پيغام نه دی تر لاسه شوی، ځکه د دین د راتلو اساسي هدف له بدې ورځې خلک سمې ته راوستل دي، نو که د انسانانو د ښې ورځې سبب نه شي، معلومه خبره ده چې اساسي هدف ورک دی او خلک يې په موندلو نه دي بریالي شوي.
د وږي، پياز او ګندنې د بوی تر ورکېدا له مسجد څخه منعه هم د دې لپاره وه چې نورو انسانانو ته له دې بوی څخه په عبادت او عبادت خانه کې اذیت ونه رسېږي، زموږ خلک اوس د وږې پر ځای نسوار، چرس، هېرویین، پان او دې ته ورته نور شیان کاروي چې تر ګندنې او پياز يې بد بوی ځي.
د موټرو مستري د کار په جامو کې جومات ته راځي چې هم مسجد ګنده کوي، هم يې بوی ځي او هم ورسره د نژدې ولاړ کس جامې خرابوي، دا يې وږه نه خوړلې، خو تر اوږه يې ډېر زیان جومات، خلکو او د هغوی جاموته ورساوه.
پنځه وخته اودس کول، که جنب وي، غسل کول، هر وار خوله پاکول، پزه پاکول، مخ مینځل، لاسونه او پښې مینځل، پر سر لاس تېرول، د غوږونو پاکي، دا بیا انسان ته د ښه باډسپلینه اوسېدلو، پاکې خیال ساتلو، د خولې بوی نه تلو، په مجلس کې په پزه ګوتې نه وهلو، د پښو له بوی څخه خلاصون، د خیرن غوږ پر ځای پاک غوږ ساتلو او د نامنظمو ویښتانو پر ځای د منظمو ويښتانو جوړولو پيغام راکوي، خو له بده مرغه چې څوک ډېر لمنځونه کوي، اودسونه کوي، هغه تر نورو په دې شیانو کې ډېر بې پروا وي او هيڅ خیال يې نه ساتي.
د پنځه وخته لمونځ، په کال کې پر معلوم وخت روژه، هر لمانځه لپاره ټاکلی وخت، د حج معین شوی وخت مسلمان ته په خپل ژوند کې د منظم اوسېدنې پيغام ور کوي، یو مسلمان باید په خپل ژوند کې د هر کار لپاره مهال وېش ولري، د هغه دین ده ته مهال وېش ور کړی دی، د لمانځه لپاره وختونه، د روژې لپاره وخت، د حج لپاره وخت، د اعتکاف لپاره وخت او ځای، د کاروبار په لین کې ځینې کارونه حرام او نور بیا روا، د یوه شي پر بل مخته کول، لکه اودس تر لمونځ، دا هر یو يې بېل بېل پيغام لري.
مهال وېش موږ ته راښيي، د وخت او زمان غوښتنو ته پام کول را په ګوته کوي، ځينې کارونه چې د انسان په ګټه وي هغه کول او له بېهوده کارونو د ځان ساتنې پيغام را کوي، د لومړیتوب په اهمیت مو پوه کوي.
عبادت ته د پاکې جامې، پيغام دادی چې له حرامو به هم ځان ساتي، په روژه کې له څښاک او خوراکه منعه همدا پيغام لري چې د بل مال به نه خورې، له غیبت او کنځلو منعه همدا را ښيي چې خلکو ته باید په ژبه او لاس زیان ونه رسول شي، پر پاک ځای درېدل، دا په ګوته کوي چې د بل ځمکه به نه غصب کېږي، پر همدې غصب ځمکه لمونځ نه روا کېږي، ځکه لمونځ پاکي غواړي او دا ځای پاک نه دی. د استنجا هدف دادی چې انسان به خپل دواړه فرجونه له حرامو کارونو ساتي، یوازې دا کار چې له بولو يې پاک کړه، پر پيغام باید بسنه ونه شي، عمق ته يې باید ورسېږو، قران کریم یادونه کړې ده چې لمونځ له فحشا او بدو کارونو منعه کوي(عنکبوت: ۴۵)، همدا راته ښيي چې نه یوازې باید له بولو پاک وي، بلکې له حرامو کارونو به باید وساتل شي. که د الله په امر یو کس خپل فرج له بولو پاکوي، نو د الله په امر يې باید له حرامو کارونو هم وساتي.
د زکات ور کولو، سرسايې اداینه، خیراتونه او نور همدا پيغام لري چې د ټولنې یوه برخه تر پښو لاندې کول غیر انساني کار دی، هغوی ته لاس ور کړئ را پورته يې کړئ، په ستونزو کې مرسته ورسره وکړئ، مالي مشکلات يې حل کړئ چې هغوی هم ستاسو په شان شي او دا دولت د یوې ډلې په لاس کې پاته نه شي چې د ټولنې لپاره بدې اغېزې لري، دا رنګه له بیت المال څخه د ټولنې بې وزلانو ته باید مرستې ووېشل شي(حشر: ۷).
د انسان وقار او شرف د ساتنې لپاره شریعت مسلمان ته لار ښوونې کړې دي، که له یوې ښځې سره مخ شي، باید خپل وقار په سپي سپي کتلو تر پښو لاندې نه کړي، سترګې دې ټيټې کړي، دا حکم نه یوازې نارینه ته دی، بلکې میرمنې ته هم دی، هغه هم باید شرافت او وقار وساتي، حتا که لمانځه ته ورتګ وي، هم باید په ځغاسته ور نه شي، په دې سره هغه خپل وقار د خلکو په سترګو کې ختموي، لمانځه ته باید ډېر ارام ور شي، په بې ځایه درز و دروز او هله هوله دې خپل وقار تر پوښتنې لاندې نه راولي.(۱)
له بل کس سره دې مخامختیا ښه په ورين تندي وي، د ټولنې له خلکو سره دې ښې خبرې کوي(بقره:۸۳ )، په ټولنه کې یو انسان هم د یو چا زوی وي، د بل چا پلار وي، د بل کس ورور وي، د بل ګاونډی وي، له بل سره په سفر ملګری وي، د نورو بیا قریب وي، نو له دې امله باید یو د بل احترام وساتل شي، له مور و پلار سره ښه کول، له خپلوانو سره، له یتیمانو سره، له مسکینانو سره، له قریب ګاونډي سره، له هر ډول همسایه سره، د لارې له ملګري سره، له مسافر سره، له مزدورانو سره ښه کول د دین امر دی(نساء: ۳۶) که لمونځ کول او روژه نیول د الله امر وي، خلک يې له همدې وجې کوي، نو دا پاس ټول هم د الله امرونه دي، باید د لمانځه په شان يې خیال وساتل شي، ډېر د افسوس ځای دی چې مسلمانان پر لمانځه سر ور کوي، خو خپلوي نه ساتي، د همسایه خیال نه ساتي، په موټر کې در سره ناست کس په سګریټ او نسوارو خپل د څنګ ملګري او د ټولو موټر کسانو ته تکلیف رسوي، د ټولنې بې وزله او بې وسه طبقه تر پښو لاندې کوي او حقوق يې نه ور کول کېږي، زموږ اخلاق انساني او شرعي نه دي، موږ د هغه چا احترام کوو چې یا تر موږ په زر او زور کې بالا وي یا هم نه احترام يې په ټولنه کې راته پېغور ګرځي؛ له دې پرته د بل چا احترام کول، ښه په ورین تندي ورسره روغبړ کول، زموږ د پښتنو عادت نه دي او نه د دې لپاره زموږ په تعلیمي نصاب کې یو څه شته او نه زموږ ویناوال دې لور ته پام کوي.
له دې سره چې په دین او شریعت کې پر نظافت ډېر ټینګار شوی دی، هر لمانځه ته د پاکي امر دی، د مسواک امر راغلی دی، د جامې د پاکۍ او ځای د طهارت امر راغلی دی، خو بیا هم د پښتنو کوڅې، د کور مخ، د دوکان مخ، له کور او دوکان سره شته لښتي یا چرۍ، موټر، موټرسایکل، ګوټ، څپلۍ، خپل کور، د اوسېدنې خونه، د څښاک او خوراک لوښي به خیرن وي، له دې ښکاري چې د دین اساسي پيغام نه موږ ته رسول شوی دی او نه يې موږ د پوهېدنې هڅه کړې ده.
شریعت کې د اودس لپاره د یو وار مینځلو او درې واره مینځلو جواز راغلی دی، که د بدن غړي پاک وي، نو یو وار مینځل هم کفایت کوي او که خیرن وي، په دوړو وي، خولې شوي وي، بیا دوه یا درې واره ومینځل شي، خو تر دې اضافه نه، که اړتیا وه په صابون یا شامپو دې ومینځي، حتا که د ویالې پر غاړه ناست وي، لا به هم تر درې واره اضافه مینځل نه کوي. دا يې له اسرافه د مخنیوي لپاره ورته ویلي دي، نو یو څوک چې د اودس په اوبو کې اسراف باید ونه کړي، هغه باید له اوبو او د ژوند لپاره له بل هر اړین شي سره څومره احتیاط وکړي؟ مګر زموږ خلکو یو اینچ پیپ د اوبو کوڅې ته را ایستلی وي، موټر په مینځي. دا فکر نه ورسره پيدا کېږي چې موټر په کمو اوبو هم مینځل کېږي، نو دومره اوبه ولې باید ضایع شي؟
په قران کریم کې د خوراک او څښاک تر بیان وروسته الله وايي اسراف مه کوئ(انعام: ۱۴۱، اعراف: ۳۱)، خو زموږ د واده ولیمه، خیرات او میلمستیاوې خوراکي توکي پر امبار خورځوي. جالبه داده چې په اسلامي هیوادونو کې داسې یوه اداره نه شته چې اضافه خوارکي توکي يې تر اړمنو کسانو رسوي، خو په غیر اسلامي هیوادونو کې شته. که رښتیا ووایم نو په اسلامي هیوادونو کې باید مسکنت ختم شوی وای، ځکه د زکات، سرسايې، خیرات، میراث، خپلوانو ته ور کړه، مهر، د لاښېدو په ورځ ور کړه او داسې نورو ور کړو ترڅنګ د مسلمانانو چارواکو ته امر شوی دی چې له بې وزلانو سره له بیت الماله مرسته وکړئ چې د ټولنې طبقاتي سیسټم ختم شي، یوه ډله بله تر پښو لاندې نه کړي، شتمنه طبقه د ټولنې د سرخوږي سبب نه شي، له دې ټولو سره باید په اسلامي هیوادونو کې مسکنت او فقر له منځه تللی وای، خو له بده مرغه چې له منځه نه دی تللی، بلکې غیر اسلامي هیوادونه له اسلامي هیوادونو سره مرسته کوي چې د هغوی د فقیرانو لاس نیوی وکړي او هلته شته د فقر ګراف را کم کړي.
له دې ښکاري چې زموږ ټولنه څومره د دین له اساسي پيغامونو لرې شوې ده، څومره يې یوازې شکلیات را ټینګ کړي دي او له ماهیته يې ناخبره دي.
۲۰۲۲/۴/۱۱
(۱)بخاري، کتاب الاذان، باب لا یسعی الی الصلاة مستعجلا، ولیقم بالسکینة والوقار،ح: ۶۳۸)
د یو حدیث شریف مفهوم داسی دی؛ که ټولنه کی دوه طبقی خلک ښه وی نو ټول خلک د ښه والی او اصلاح خوا ته ځی؛چی یوه یی علما او بله طبقه یی امرا دی۰
او بل حدیث کی فسادالعالِم،فسادالعالٙم بلل شوی؛ په تیرو څلویښتو کلونو کی چې زموږ
مومن ملت د سالم او پوخ قیادت په نه شتون کی کوم جهاد وکړ،لویه تشه چې زموږ قربانی یی ضایع
او تباه کړه او ثمره مو و نشوی ساتلی، هغه د جهاد د پیغامونو هیرول او دقوت او عزت اسبابو سره
لوبی وی چې د تنظیمونو انحصار،جاه طلبی او په نورو جاهلی تعصباتو ملوث حرکاتو ،ملت تباه او د
هلاکت کندی ت سوق کړ ۰
حال داچې جهاد ؛لتکون کلمت الله هی العلیا،امت واحده،عزت،عدالت،خدمت خلق الله ،جاهلی تعصبات ختمول او په ټوله کی الهی خلافت په ځمکه قایول پیغامونه لری،مع الاسف زموږ جهال دا
ارزښتونه په انحصار ،کرسۍ،متاع قلیل ،جاهلی تعصباتو او ګند معامله کوی ؛چې ډیره ارذله او له خسړان ډکه معامله ده که هر څوک یی په هر نامه کوی ،الله عزیز ذو انتقام ذات د ؛پلید او جاهل لاسونه زموږ د ملت او امت له سر لنډ کړی