Homeخبرونهشمخاني، د سیمې ځینې هیوادونه د داعش ترهګر افغانستان ته انتقالوي

شمخاني، د سیمې ځینې هیوادونه د داعش ترهګر افغانستان ته انتقالوي

تاند(چمعه، د جوزا ۶ مه) د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني نن په دوشنبې کې د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیت کنفرانس ته وویل چې د سیمې ځینې هیوادونه افغانستان ته تکفري ډلې لېږدوي.

د شمخاني اشاره د اسلامي دولت یا داعش ته وه چې ایرانیان یې تکفره ډله بولي.

ده بې له دې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي، د سیمې پر هیوادونو سربېره له سیمې ورهاخوا هیوادونه هم په دې کار کې په لاس لرلو تورن کړل.

د ایران د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې هیواد یې تل په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو هڅه کړې ځکه چې باور لري چې په دې هیواد کې سوله او امنیت به د افغانانو او ټولې سیمې له پرمختګ او سوکالۍ سره مرسته وکړي.

شمخاني ادعا وکړه چې ایران اوس د شاوخوا ۵ ملیونه افغان کډوالو کوربه دی او اکثره یې له کلونو راهیسې د نړیوالو له مرستو پرته په ایران کې اوسي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل په سیمه ییز امنیتي دیالوګ کې وویل، پکار ده چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه کړل شي.

ده وویل، هند له افغانستان سره تاریخي او تمدني اړیکې لري، د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ درېدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هند د طالبانو له واک ته رسېدو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت له خرابېدو له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړه چې یوه برخه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

د هند د ملي امنیت سلاکار وویل، هیواد یې تل د افغانستان په قضایاوو کې یو مهم لوبغاړی و او د هغو تروریستي ډلو پر ضد، چې د سیمې امنیت ګواښي، د افغانستان د ظرفیتونو د لوړېدو غوښتونکی دی.

د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیتي دیالوګ غونډه نن د اتو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د نظرتبادله کېږي.

دا د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیتي دیالوګ څلورمه غونډه ده. لومړۍ دوې د ایران په کوربه توب او درېیمه دهند په کوربه توب جوړه شوې وه.

د دوشنبې په غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هیوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...