یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد‌ ط انو بهرنيو چارو وزارت د امنیت شورا پریکړه لیک ته...

د‌ ط انو بهرنيو چارو وزارت د امنیت شورا پریکړه لیک ته غبرګون وښود

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو پریکړه لیک په غبرګون کې له نړيوالو وغوښتل، چې د افغانانو فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وکړي.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د نړۍ هېوادونه دې د « د ښځو د حجاب» او نورو مسايلو په اړه د افغانستان عیني واقعیتونه درک او د افغانانو د دیني او فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

 د امنیت شورا دایمي غړو هېوادونو دوه ورځې وړاندې د يوه پريکړه ليک له تصویبولو سره د‌ طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د بشري حقونو د مخالفو سياستونو له جوړولو او پر ښځو د وضع کړو قيوداتو له تطبيق څخه ډډه وکړي.

طالبانو همدا شان، د افغانستان د بانکي او مالي سيستم د رغولو لپاره د امنيت شورا د غړو له دریځ څخه هرکلی کړی او پر امريکا متحده ايالاتو ېې غږ کړی، چې له کوم قید و شرط پرته د افغانستان بانک کنګل کړې بانکي زېرمې دغه بانک ته په واک کې ورکړي.

طالبانو دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې، چې د افغانستان ګڼ خلک هم د « حجاب» په پلمه د طالبانو له قيوداتو سره مخالفت ښيي او له افغاني فرهنګ څخه په ناسم تعبير تورنوي.

2 COMMENTS

  1. دومره افراطي حجاب د افغانانو کلتور نه وو او نه به وي .
    مسلمانان په ټوله نړۍ کې شته ، د افغانانو اصلي حجاب لوی ټیکری دی چې د ښځو ځان په کې پټ وي .
    چادري له تور پنجاب نه یوه پېړۍ مخکې را وارد شوېده او یواځې په ښارونو کې مروج وه چې کرار کرار کلیو ته هم ورسېده . بنا هغوی چې چادري نه لري ، نه کافریږي . تاسو به د حج په مراسمو کې لیدلي وي چې د مسلمانو او متدینو ښځو مخونه لوڅ وي .

  2. عجیبه ده چی هغه ډله چی تراوسه یی زموږ د هیواد ملی او فرهنګی ارزښتونوته قدری هم ارزښت نده ورکړی،دلته اوس دیني او فرهنګي ارزښتونو د درناوي خبری کوي،طالبانو نه د قدرت په ګدی او نه مخکی ترهغه زموږ د هیواد دینی او فرهنګی ارزښتونو ته درناوی کړی ، قدرت ته د رسیدلو وخت کی مګر همدا طالبان نه و چې لارویان او مساپر یی په لویو لارو کی له موټره ښکته کاوه او بی له محاکمی یی وژل ، مګر زموږ په فرهنګ کی د مساپر او میلمه وژنه روا ده؟، مګر همدا طالبان یوازی په قندهار کی د اته سوه نه زیاد مشران یی ونه وژل ؟ ایا زموږ پښتونولی اوملی ارزښتونه اجازه راکوي چی سپین ږیري او مشران بی له محاکمی او د جرم اثبات ووژنو، مګر همدا طالبان نه و چی کابل ، جلال اباد، قندهار و بدخشان کی په لسګونه ښځینه پولیس او قاضیانی ونه وژل ؟؟؟ ایا د میرمنو بیرحمانه وژل زموږ پښتنی ارزښتونو ته سپکاوی نده، زموږ په فرهنګ کی میرمنو، سپینګیرو او مسافر میلمه ته ترهرڅوک زیاد درناوی کیږي مګر طالبانو زموږ ټول دینی او فرهنګی ارزښتونه تر پښو لاندی کړي او هیچا باندی یی رحم نده کړی حتی د خدای کور چی هلته باید هرڅوګ مصئون وي طالبانو په جوماتو کی هم سلهاوو انسانان وژلی یو ځل خو لوګر ولایت کی د قرانکریم په منځ کی چودونکی مواد ځای په ځای کړی و چی په هغه پیښه کی د لوګر والی او یو شمیر لمونځ کونکی شهیدان شول.
    اوس چی زموږ هیواد کی د تعلیم او حجاب خبره ده طالبان د هیواد دفرهنګی ارزښتونو خبره کوی ، هغه هم وروسته له هغه چی عمران خان په اسلام اباد کی د اسلامی هیوادونو کنفرانس کی د لمړی ځل دا پلمه یاده کړه اوس طالبان دا خبره هرځای تکراروي . شرم پر داسی درواغجنه ډله چی ځان بېا تر ټولو ښه مسلمان هم بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب