Homeخبرونههندوستان: ترهګرې ډلې مو افغانستان نه امنيت را ګواښي

هندوستان: ترهګرې ډلې مو افغانستان نه امنيت را ګواښي

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) ‏‏د هندوستان د ملي امنیت شورا سلاکار اجیت دوال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په دوام اندیښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي له خپل ایراني سیال علي شمخاني سره د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د لیدنې پر مهال ویلي:« په افغانستان کې د قومي او مذهبي استازو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت نه جوړېدل لویه ننګونه ګڼل کېږي.»

 دوال زیاتوي، چې لا هم د هند ملي امنیت ته ګواښوونکې ډلې په افغانستان کې په ازاده فعالیت کوي.

د ده په وينا، د افغانستان اوسنيو حالاتو کې مسوولیت منل چې د یوه دولت د فعالیت لپاره لومړنی شرط دی، لا هم په دغه هېواد کې کمزوری ښکاري.

دوال د افغان بېځایه شويو او کډوالو مساله مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د ګاونډیو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړې، چې افغانان په ناوړه حالت کې ژوند کوي او نړیواله ټولنه دې په بېړنۍ توګه د خوراکي او درملو مرسته ورسره وکړي.

د هند د ملي امنیت شورا سلاکار دغه راز وایي، چې له امریکا څخه پاتې ځينې وسلې د ترهګرو لاس ته لوېدلې او دا ګاونډیو هېوادونو ته یو ګواښ دی.

 د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني بيا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو له غوښتنې په ملاتړ سره ویلي، چې د سیمې هېوادونه دې په پرله پسې توګه د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د تاجيکستان پلازمېنه پرون د افغانستان په اړه د سیمې د يو شمېر هېوادونو د لوړپوړو استازو د غونډې کوربه و.

 ‏‏د طالبانو واکمنۍ په نا مستقيمه توګه په تاجيکستان کې د افغانستان په اړه ترسره شوې پرونۍ غونډې ته منفي غبرګون ښودلی او ځينې سيمه ييز هېوادونه يې القاعدې او داعش ډلې ته په کمپاين تورن کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د تاجيکستان په کوربه توب د پرونۍ غونډې په غبرګون کې ويلي، چې داسې غونډې سمبوليکه او تبليغاتي بڼه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...