یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد هند د ملي امنیت سلاکار. د تروریزم پرضد دې د افغانستان...

د هند د ملي امنیت سلاکار. د تروریزم پرضد دې د افغانستان ظرفیتونه لوړ کړل شي

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمه ییز امنیتي دیالوګ کې وویل، پکار ده چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه کړل شي.

ده وویل، هند له افغانستان سره تاریخي او تمدني اړیکې لري، د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ درېدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هند د طالبانو له واک ته رسېدو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت له خرابېدو له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړه چې یوه برخه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

د هند د ملي امنیت سلاکار وویل، هیواد یې تل د افغانستان په قضایاوو کې یو مهم لوبغاړی و او د هغو تروریستي ډلو پر ضد، چې د سیمې امنیت ګواښي، د افغانستان د ظرفیتونو د لوړېدو غوښتونکی دی.

د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیتي دیالوګ غونډه نن د اتو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د نظرتبادله کېږي.

دا د افغانستان په اړه د سیمه ییز امنیتي دیالوګ څلورمه غونډه ده. لومړۍ دوې د ایران په کوربه توب او درېیمه دهند په کوربه توب جوړه شوې وه.

د دوشنبې په غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هیوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه لري.

په داسې حال کې چې په ننۍ غونډه کې هند له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته د امنیتي ننګونو په اړه تمرکز وکوي، ایران غواړي چې له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته په غیرقانوني ډول د خلکو د کډوالېدو پر ستونزې وږغېږي.

قزاقستان د امنیتي وضعیت پر خرابېدو تمرکز کوي

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ځانګړي ډول تاجکستان د ټولګډونه حکومت پر اړتیا ډېر ټینګار کړی او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هیوادونو له افغانستان څخه د تروریزم د خپرېدو په اړه اندېښنې ښوولې دي.

خو طالبانو په ځلونو ویلي چې د افغانستان له خاورې به نورو هیوادونو ته ګواښ نه پېښږي.

په وروستیو کې داعش ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجکستان او ازبکستان توغندي ویشتي دي. که څه هم ازبکستان دا ادعا رد کړه خو تاجکستان تایید کړه.

روانه اوونۍ د طالبانو د دفاع وزارت یوه پلاوي د ازبکستان د سرحدي ګارد له قوماندان سره وکتل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي پر ضد ونه کارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب