Homeخبرونهامريکا: چین د نړیوال نظم د خرابولو لپاره جدي کارونه پیل کړي

امريکا: چین د نړیوال نظم د خرابولو لپاره جدي کارونه پیل کړي

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) ‏‏ امريکا د متحده ايالاتو چين تورن کړی، چې د نړیوال نظم د خرابولو لپاره یې تغییر نه منونکي پلانونه پيل کړي او په جدي ډول یې په دې اړه هڅې روانې دي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن پرون وویل، چې بيجينګ د نړيوال نظم د ټينګښت پر وړاندې تر ټولو لويې ننګونې رامنځته کړي دي.

د هغه په وينا، چين يوازينی هېواد دی، چې هم غواړي په نړۍ کې شته نظم بدل کړي او هم په اقتصادي، ديپلوماتيک، پوځي او ټيکنالوژيکه برخه کې د دې کار د سرته رسولو وسه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وويل، چې روانه لسيزه به د نړۍ هېوادونو ته برخلیک ټاکونکې وي.

په وروستيو څو کلونو کې د چین او امریکا ترمنځ ناندرۍ او د یو بل پر وړاندې خنډونه، په خاص ډول په اقتصادي برخه کې زياتې شوي دي.

ويل کيږي، چې افغانستان هم د دغو ناندريو له ډېرو قربانیانو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...