Homeخبرونهد تاجيکستان غونډې ته غبرګون، ط انو ځينې هېوادونه داعش او القاعدې...

د تاجيکستان غونډې ته غبرګون، ط انو ځينې هېوادونه داعش او القاعدې ته په کمپاين تورن کړل

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) ‏‏د طالبانو واکمنۍ په نا مستقيمه توګه په تاجيکستان کې د افغانستان په اړه ترسره شوې پرونۍ غونډې ته منفي غبرګون ښودلی او ځينې سيمه ييز هېوادونه يې القاعدې او داعش ډلې ته په کمپاين تورن کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د تاجيکستان په کوربه توب د پرونۍ غونډې په غبرګون کې ويلي، چې داسې غونډې سمبوليکه او تبليغاتي بڼه لري.

د طالبانو تر واک لاندې دغه لومړنی افغان خبري اژانس په يوه تبصره کې د تاجيکستان د ولسمشر د څو ويناوو يادونه کړې، چې له افغانستان څخه پکې د سيمې امنيت ته د ګواښونو يادونه شوې وه.

باختر اژانس د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، ايران، روسیې او حتا خپله د تاجيکستان په اړه ادعا لري، چې افغانستان يې د سيمې امنيت ته ګواښ نه و بللی.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو واکمني له سيمې سره ښه تعامل لري، خو ځينې هېوادونه د افغانستان په اړه د انديښنو په څرګندولو داعش او القاعده ډله لويه ښيي.

د باختر آژانس په تبصره کې د دغو تر نيوکو لاندې راغلو هېوادونو نومونه نه دي اخيستل شوي، خو ټينګار شوی چې دوی دې د « اوبو خړولو » پر ځای د طالبانو د سيمه ييز تعامل له طرحو سره چې باختر اژانس « شریفانه» ګڼلي، تعامل وکړي.

د تاجيکستان د پرونۍ غونډې په څنډه کې د هندوستان د ملي امنيت سلاکار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بيرته فعاليدو په اړه انديښنه ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...