یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ټول هغه څه چې په ملت پورې اړه ولري ملي شتمني بلل...

ټول هغه څه چې په ملت پورې اړه ولري ملي شتمني بلل شي

ادب او ددې لارې پیاوړي لیکوالان د سیاسي مبارزینو په حیث په ملي مترقي تحریکونو کې ځانګړی رول لري، یو ریښتونی مترقي قام پرست لیکوال تل د “خپلې خاورې خپل اختیار ” نعره پورته کوي او د قامي خپلواکۍ نظریه وړاندې کوي.
ډاکتر صاحب لیاقت تابان په دې وروستي چاپ سوي کوچني کتاب ( د سیاست، معیشت، ادب تړاو او د پښتنو شتمتۍ) کې په دې توانېدلی دی چې د افغان انسان د اوسني ویرجن حالت اصلي لامل په تفصیلي توګه سره بیان کړای شي او هم یې د حل لارې زموږ مخې ته کېږدي.
د سیاست، اقتصاد او ادب په تړاو تابان په ډېره لنډه توګه چې کوم واضحت ورکړی دا په کوزه کې د سیند بندول دي او تر ټولو بنیادي خبره “د پښتنو شتمنۍ” چې ددې کتاب برخه ده، هغه له پامه غورځول سوې موضوع رامخ ته کوي چې له کالونو راهیسې د افغان انسان د بدبختۍ اصلي لامل او سرچینه ګرځېدلي ده.
ټول هغه څه چې په ملت پورې اړه ولري ملي شتمني بلل شي. پښتون قام په لوی افغانستان کې د وګړو داسي یوه عظیمه کتله ده چې د ډیورنډ جبري کرښې دواړو غاړو ته ګډه ژبه، ګډ کلتور، ګډ تاریخ او مشترک مذهب لري او ددې لوی ملت درد، غم او خوښۍ تل سره تړلې دي، همدارنګه د دوی شتمنۍ هم یو لوی تاریخ او مشترکه نقطه لري چې د پښتنو ملي شتمنۍ ورته ویلی شو.
کله چې موږ د ملي شتمنیو یادونه کوو نو باید وپوهیږو چې ملي شتمنۍ یانې څه؟  هر هغه مال او ملکیت چې په ملي کچه ور څخه ګټه اخیستل کېږي او په بیت المال پورې تړلی وي ملي شتمنۍ بلل کېږي.
په افغانستان کې د څلوېښتو کالو راهیسې د روان جنګ سرچینه د همدې سیمې ملي شتمنۍ ده چې د لوټلو، ویجاړولو او له منځه وړلو لپاره یې دوامداره هڅې وشوې، کېږي او دا به تر هغه روانې وي چې ترڅو موږ د خپلې خاورې د ساتنې او پالنې لپاره متحد سوي نه یوو، زموږ شتمنۍ او په هغه باندې اختیار ترلاسه کول سیاسي او قامي شعور ته اړتیا لري او  په تاریخي لحاظ د ملي شعور را بیدارېدل د ملت د جوړېدلو په لاره کې لومړنی شرط دی.
د ملي شتمنيو د پېژندې او له هغو څخه د ګټې اخیستې لپاره د ډاکتر لیاقت تابان دا کتاب ډېر ګټور او له هر اړخه پوره دی او دا له موږ سره مرسته کوي چې د خپلو ملي شتمنیو د پېژندې او ګټې اخیستنې سربېره د پښتانه لوی قام په فکري او سیاسي بیداري کې مهم رول ولوبوي.
په درنښت
مقتصد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب