Homeخبرونهکابل کې یو ۲ کلن ماشوم له تښتونکو ژغورل شوی

کابل کې یو ۲ کلن ماشوم له تښتونکو ژغورل شوی

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) ‏‏په کابل کې د طالبانو امنيتي مسوولین وایي چې امنیتي ځواکونو د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې یو دوه کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی دی.

د‌ دوی په خبره، د قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوي دي.

طالبانو د تښتول شوي ماشوم او تورنو تښتونکو هویت او د پېښې نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د انسان تښتونې او نورو جنايي پېښو خبرونه زيات شوي دي.

طالبان بيا د تښتونکو د نیولو او تښتول شویو کسانو په ژغورلو کې د ډېرو هڅو او لاسته راوړنو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...