یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نورستان په ټولو ولسواليو کې سیمه ییز ټولګي او دیني مدرسې...

د نورستان په ټولو ولسواليو کې سیمه ییز ټولګي او دیني مدرسې جوړېږي

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) ‏‏د طالبانو ‏د پوهنې وزیر شیخ نورالله منیر ‎نورستان ته په سفر کې ويلي، چې محرومو ولایتونو ته به د پوهنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د ښاغلي منیر د څرګندونو له مخې؛ ډېر ژر به د نورستان په ټولو ولسوالیو کې سیمه ییز ټولګي او دیني مدرسې جوړې شي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

نورستان د افغانستان له تر ټولو محرومو ولايتونو څخه دی، خو مدرسې او د ديني زده کړو نور پریمانه امکانات لري.

ځايي خلک باور لري، چې طالبان په دې ولايت کې د سلفي باورو مسلمانانو له ورځ تر بلې پراختيا څخه، چې دا ولایت یې خپل کړی او نورو سيمو ته هم د غځیدو په حال کې دي، ویریږي.

په افغانستان کې طالبانو سره باور دا دی، چې سلفي باورو مسلمانانو نه داعش ډله په اسانه جلب و جذب کولای شي.

د نورستان یو شمېر اوسیدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ویلي چې که طالبان ریښتیا لومړیتوب ورته ورکوي، په بشري مرستو او انکشافي پروژو کې دې لومړیتوب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب