یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسعودي سږ کال افغانستان ته د نيږدې ۱۴ زرو حاجیانو سهمیه ټاکلې...

سعودي سږ کال افغانستان ته د نيږدې ۱۴ زرو حاجیانو سهمیه ټاکلې ده

تاند(جمعه، د جوزا ۶ مه) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ چارواکو د حج د سږنیو مراسمو لپاره د ځینو تدابیرو د پیل خبر ورکړی.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، چې له آریانا افغان هوایي شرکت سره یې د حاجیانو د لېږد او بېرته راستنېدو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

سرچينه زياتوي: یاد هوايي شرکت به له ټاکل شوې سهمیې څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شويو شرائطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته به یې بېرته هېواد ته راستانه کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، په ۱۴۰۱ کال کې د ‎افغانستان حاجیانو لپاره (۱۳۵۸۲) تنه سهمیه ټاکل شوې ده.

دا مراسم سږکال په داسې مهال ترسره کیږي او سلګونه زره افغانان پکې د ګډون هیله لري، چې افغانستان د نړۍ پر مخ یو کميساری بشري ناورين تجربه کوي.

ډېر عام افغانان باور لري، چې که اسلامي هېوادونه، یا لږ تر لږه خپله افغان حج کوونکي په داسې شرايطو کې د حج فریضې د سرته رسولو لګښتونه د یوه منظم سيستم له لارې له لوږې مړه کیدونکو افغانانو ته ورسوي، د هغوی به ژوند ژغورل شوي او حج کوونکو به ډېر ثواب ګټلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب