یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط په کابل کې تر ټولو ستره مدرسه پرانيستل شوه

ط په کابل کې تر ټولو ستره مدرسه پرانيستل شوه

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) پر عصري او ښځينه زده کړو د طالبانو د ورځ تر بلې شديدو قیوداتو د وضع کيدو تر اوسه، د طالبانو واکمنۍ په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه مدرسه په کابل ښار کې پرانيسته.

دا مدرسه د کابل ښار په ختيز (پلچرخي سيمه) کې پرانيستل شوې ده.

د طالبانو د پوهنې وزير شېخ الحديث نورالله منير وايي،‌ چې دا مدرسه د دوی د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په ځانګړي امر جوړه شوې ده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې مدرسه کې د ګډون لپاره به راتلونکې چارشنبه له زده کوونکو ازموينه واخيستل شي او بله شنبه به یې رسما د تدريس او فعاليت چارې پيل شي.

له دې جلا د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې نن ویلي، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد ښار کې یوه ستره دیني مدرسه چې لږترلږه د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لري پرانیستله. نوموړي د یادې مدرسې د پرانیستنې په غونډه کې یادونه وکړه،چې د پوهنې وزارت ټینګ هوډ لري، چې خپلو هیوادوالو ته د دیني او عصري زده کړو ستر،ستر مراکز پرانیزي او ټول افغانان زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په خوست کې د علامه حبيبي او په یو شمېر نورو ولايتونو کې ځینې نورې مشهورې او لویې لېسې هم طالبانو په ديني مدرسو بدلې کړي دي.

طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنیدو سره، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د ښکلو هنرونو پوهنځي او نورې عصري زده کړې یې له ستونزو سره مخ کړي او هم يې په تعلیمي نصاب کې ځينې عصري مضامين له پامه غورځولي دي.

1 COMMENT

  1. په نژدې راتلونکې کې به زمونږ هېوادوال د ټالبانو له نورو نادودو او عجایبو نه هم خبرشي . ټول عصري نقلیه وسایل لکه موټر ، الوتکې ، اورګاډي به ودرول شي ، ځکه دا کوپارو ( کافرانو ) جوړ کړیدي . له مبایل او تلویزیونه نه هم باید استفاده و نکړل شي ، دا ځکه چې د دوی په فکر سره داشیان د ولس اخلاق خرابوي .
    د هلکانواو نانیانو ساتل خو همدا اوس رواج دي له همدې کبله له ښځو کرکه کوي او هغوی یې په خپلو کورونو کې زنداني کړیدي .
    د ساینس ، انجنیرې ، طب ، زراعت ، وترنري ، فارمسي ، حقوقو ، ژورنالیزم او نور پوهنځي نور په درد نه خوري . باید لویې مدرسې جوړې شي او افغانستان به نورو هېوادونو ته ملایان صادروي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب