یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط ویاند وايي، له قطر او ترکیې سره د هوايي ډګرونو په...

ط ویاند وايي، له قطر او ترکیې سره د هوايي ډګرونو په اړه خبرې دوام لري

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۳ مه) وروسته له دې چې د ط البانو حکومت د متحده عربي اماراتو له یوې کمپنۍ سره د افغانستان د درو هوايي ډګرونو مدیریت او تنظیم په اړه موافقه لاسلیک کړه، د ط حکومت ویندوی وايي چې له ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو د چارو د تنظیم په اړه د دوی خبرې پای ته نه دي رسېدلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی محمدنعیم وردک د ترکیې اندولو خبري اژانس ته وویل، د متحده عربي اماراتو له GAAC Solutions شرکت سره د کابل، کندهار او هرات د هوايي ډګرونو د مځکنیو چارو په اړه موافقه لاسلیک شوې ده.

د ده په وینا له یوې اماراتي کمپنۍ سره، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې یې په هوايي ګر کې خدمات وړاندې کول، په نوې موافقه کې د هوايي ډګرونو عملیات نه شاملېږي.

متحده عربي اماراتو تراوسه پورې له خپلې GAAC Solutions کمپنۍ سره د طالبانو د حکومت د موافقې په اړه هیڅ نه دي ویلي. موافقه د دې کمپنۍ اجرايي ريیس په داسې حال کې د طالبانو د ملکي هوايي چلن او ترانسپورت وزارت له مرستیال غلام جیلاني وفا سره لاسلیک کړه چې د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر هم حاضر و.

GAAC Solutions کمپنۍ په ابوظهبي پورې تړاو لري چې د متحده عربي اماراتو د فدرېشن یو له ۷ شېخ مېشتو څخه دی.

خو له دې موافقې وروسته ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې ځکه چې قطر او ترکیې هم له طالبانو سره خبرې کولې او ځینو ویلي چې ښايي په انقره کې د یو شمېر طالب مخالفو سیاستوالو غونډه د دې سبب شوې وي چې طالبان له اماراتي شرکت سره موافقه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب