Homeخبرونهد نورو نړيوالو بندیزونو انديښنه، د حامد کرزي د دفتر رييس یې...

د نورو نړيوالو بندیزونو انديښنه، د حامد کرزي د دفتر رييس یې خبرداری ورکړ

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) پر ښځو د قيوداتو له دوام او نړيوالو سره د تعامل په برخه کې د طالبانو له نه پرمختګ سره هم مهاله، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم پر افغانستان د نورو نړيوالو بندیزونو خبرداری ورکړی.

نوموړي نن په خپله ټويټر پاڼه کې انديښنه ښودلې، چې ممکن پر افغان ښځو د وروستيو قیوداتو له کبله پر افغانستان نوي بندیزونه ولګول شي.

د نوموړي په وينا، یو شمېر هېوادونه د طالبانو دغو قیوداتو ته خوشاله دي، ځکه د نوو بندیزونو او د افغانستان د لا نورې انزوا سبب ګرځي.

د خرم په وينا، د افغانستان خلک به د نوو وضع کیدونکو بندیزونو زغمونکي او قربانیان وي.

‏عبدالکریم خرم د دغو احتمالي بندیزونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د جمهوري نظام له سقوط سره، په دې خاطر چې طالبانو په زوره افغانستان ونيوه او نظام یې سقوط کړ، امريکا متحده ايالاتو د افغانستان بانک شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمه، چې د امريکا په يوه بانګ کې ساتل کیده، کنګل کړه.

له دې سره، په مختلفو برخو کې نړیوالو ادارو او ګڼو هېوادونو په افغانستان کې خپلې کیدونکې مرستې ځنډولي، چې د سخت بشري او اقتصادي ناورين سبب شوی دی.

طالبان که څه هم دغه وضعیت سره د مقابلې او لازمو تدابيرو خبره کوي، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز تېره اونۍ طالبان تورن کړل، چې د افغانستان د حکومتولۍ او اقتصادي چارو د سمبالښت په خاطر کوم پروګرام نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...