یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+چیونینګ شکالرشیپونه؛ د افغان غوښتنلیک ورکوونکیو نامعلوم برخلیک

چیونینګ شکالرشیپونه؛ د افغان غوښتنلیک ورکوونکیو نامعلوم برخلیک

نصیراحمد نظري

۱۰ کب ۱۴۰۰

چیونینګ د برتانیا د حکومت د تحصیلي بورسونو (سکالرشیپونو) نړیوال پروګرام دی. د برتانیا د سکالرشیپونو دغه نړیوال پروګرام هر کال د افغانستان په شمول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تکړه ځوانانو ته د ماسټرۍ په کچه یو کلن سکالرشیپونه ورکوي.

افغانستان هم یو له هغو ۱۴۰ هېوادونو څخه دی، چې په شرایطو برابر وګړي یې دغو سکالرشیپونو ته په برتانیا کې د ماسټرۍ په کچه د زده‌کړو لپاره غوښتلیکونه ورکولی شي. په تېرو څو کلونو کې لسګونه افغانان د چیونینګ سکالرشیپونو له طریقه برتانیا ته تللي او هلته یې په بېلا بېلو برخو کې د ماسټرۍ په کچه وړیا زده‌کړې کړې، چې په هېواد کې یې د ښې حکومتولۍ، د بشر د حقونو، پرمختګ او نورو مهمو برخو کې د پام وړ خدمتونه کړي.

چیونینګ سکالرشیپونو ته هر کال د نومبر په میاشت کې نوملیکنه کېږي او د راتلونکي کال د فبروري تر نیمايي پورې د غوښتن‌لیک ورکوونکو اسناد او مقالې څېړل کېږي او غوښتلیک‌ورکوونکو ته د دوی د غوښتن‌لیک پایلې استول کېږي.

دغو سکالرشیپونو ته د پخوا په شان، سږ کال هم سلګونه افغان ځوانانو، چې نجونې هم په کې شته، غوښتن‌لیکونه ورکړي دي. خو په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو له درخواست‌کوونکیو سره د چیونینګ د مهال‌وېش سره سمې د دوی د غوښتن‌لیک پایلې شریکې شوې، خو افغانانو ته تر اوسه پورې د دوی د غوښتن‌لیکونو په باب هېڅ ځواب ندی لېږلی شوی.

هغه افغان ځوانان چې د چیونینګ سکالرشیپونو پروګرام ته یې غوښتن‌لیکونه ورکړی، سخت اندېښمن دي، وايي هسې نه چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له کبله د سکالرشیپونو دغه بهیر ځنډېدلی وي.  هغه افغان ځوانان چې دغو سکالرشیپونو ته یې نوملیکنه کړې وايي چې دوی د خپل غوښتن‌لیک او مقالو په ترتیبولو باندې میاشتې میاشتې خوارۍ کړې او هسې نه چې ټولې خوارۍ او هڅې یې په سیند لاهو شي.

د چیونینګ پروګرام پر وېب‌پاڼه یو ځای لیکل شوي: « مهمه دا نده چې تاسې څوک او د کوم ځای یی؛ مهمه دا ده چې چېرته غواړئ وئ».

د چیونینګ سکالرشیپونو پروګرام یو علمي بهیر دی چې هدف یې د راتلونکو رهبرانو او پالیسي جوړوونکو د یوې داسې نړیوالې ټولنې رامنځته کول دي چې د ښې راتلونکې او یوې غوره نړۍ (Better World) په جوړولو کې مرسته کول دي. دغه پروسه باید له سیاسي مسایلو څخه تر ډېره جدا وساتل شي او تمرکز یې د ځوانانو په روزنه او د راتلونکو رهبرانو په ظرفیت سازۍ وي.

چیونینګ اداره باید نه یوازې افغانانو ته د سکالرشیپونو د ورکړې بهیر ځنډنی نه کړي، بلکې په دې برخه کې خپلې مرستې د پخوا په څېر جاري او لا زیاتې کړي، ځکه چې یوازې تعلیم او تحصیل کولی شي چې د افغانستان ستونزې په اساسي ډول حل کړي.

فیصل ګلزاد یو له هغو افغان ځوانانو څخه دی چې سږ کال یې چیونینګ سکالرشیپ ته نوملیکنه کړې. نوموړی وايي: «چیونینګ سکالرشیپ د هر افغان یوه لویه هیله او خوب دی.» نوموړی زیاتوي چې ده هیله درلوده چې برتانیا به، په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له کبله، سږ کال افغانانو ته زیات سکالرشیپونو ورکړي خو برعکس افغانانو تر اوسه ددغه سکالرشیپونو په اړه هېڅ احوال ندی ترلاسه کړی. ګلزاد هیله لري چې ژر تر ژره د خپل غوښتن‌لیک په اړه خبر ترلاسه کړي.

یوه بله افغان مېرمن آغلې سعیده ملکزاده چې سږ کال یې چیونینګ سکالرشیپ ته نوملیکنه کړې وايي «لکه د پخوا په څېر چې چیونینګ هر کال د زیاتو هېوادونو ځوانانو ته  د دوی د هېواد، مذهب، ژبې، توکم او نورو مسایلو په نظر کې نه نیولو سره سکالرشیپونو ورکول؛ سږ کال هم موږ تمه لرو چې چیونینګ افغانانو ته سکالرشیپونه ورکړي». نوموړې څرګندوي چې چیونینګ ته غوښتن‌لیک جوړولو او تسلیمول آسانه کار ندی او د خپلو مقالو په لیکو یې څه باندې شپږ میاشتې خواري کړې. آغلې ملکزاده د ګیلې په بڼه وايي؛ که چیونینګ سږ کال افغانانو ته سکالرشیپونه نه ورکول، خو باید مخکې له مخکې یې احوال کړی وی.

نوموړې له چیونینګ ادارې څخه هیله لري چې د افغانانو غوښتن‌لیکونو ته مثبت ځواب ووايي او د ځوانانو هیلې مړاوې نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب