Homeخبرونهد اروپايي ټولنې سفیرانو افغانستان ته د ډاډمنو مرستو په رسولو خبرې...

د اروپايي ټولنې سفیرانو افغانستان ته د ډاډمنو مرستو په رسولو خبرې وکړې

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) د د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر آندرس وان برنټ د افغانستان وضعیت « خطرناک» بللی او ویلي، چې په دې اړه د پریکړو او له افغانانو سره د مطمینو مرستو په تړاو د اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو هېوادونو سفيرانو د ويډيو کنفرانس له لارې خپلمنځي خبرې کړي دي.

 وان برنټ د دغو خبرو د پایلو او پریکړو په اړه ډېر څه نه دي ويلي.

اروپايي ټولنې له طالبانو سره هم خپل تعامل ته دوام ورکړی، خو داسې ښکاري چې نور نهيلې شوې وي.

د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو د حقونو پراخ نقض او پرې بیساري قيودات، د پخوانيو جمهوري منسوبينو وژل او ځورول، د دوحې تړون نقض او په افغانستان کې د واک انحصار او نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابرول هغه لویې نيوکې دي، چې نړيواله ټولنه ېې پر طالبانو لري.

طالبان بيا د افغانستان وضعیت تر بل هر وخت د ډاډ وړ او ښه ګڼي او تور لګوي، چې پر ضد یې پراخ تبلیغات روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه هره ورځ د زرګونو تنو د فرار خبرونه ورکول کېږي او د طالبانو يو شمېر مشران او له هغې ډلې عباس ستانکزی پرې ښکاره اعتراضونه لري.

څو ورځې مخکې سيګار ادارې په یوه راپور کې وويل، چې که ټولو افغانانو ته د پاسپورټونو او ویزو اسانتيا برابره شي، ښايي ټول له هېواده ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...