جمعه, مارچ 29, 2024
Home+رنسانستان څه او چېرې دی؟ 

رنسانستان څه او چېرې دی؟ 

 رنسانستان
نعمت الله صدیقي

د تېر کالم د مونوګرام (کالم ټایټل) رنسانستان په اړه ځينو دوستانو پوښتلی یم، چې له رنسانستان دې مقصد همغه اروپايي رنسانس دی؟ او که وي؛ نو په هغه رنسانس کې زموږ ځای چېرې و؟ یا اوس چېرې دی؟ د غرب د تېرو او معاصرو اصطلاحاتو په اړه زموږ دا ډول پوښتنې اوسنۍ نه دي او نه هم غیر موثرې دي؛ بلکې پوښتنې خو هر وخت د علم او فرهنګ په ګټه وي. مساله له ځواب ویونکیو سره وي، چې له اصطلاحاتو څنګه برداشت اخلي او په کوم چلن یې ځوابوي. زه د دا ډول اصطلاحاتو په پېژاند او تعریف کې د منفي یا د وېرې تر حده د زیاتونو ډېر پلوی نه یم او نه یې هم له برداشته کومه ویره لرم، اما مثبت او د ځان په ګټه یې ځکه پلوی یم، چې که نسبي ګټه یې هم وي دا لویه بهتري ده.

دا سمه ده، چې رنسانس دوره زموږ د جغرافیې د زمان او مکان دوره نه وه؛ مګر داسې مشترک اساسونه او ارزښتونه یې لرل، چې تر موږ یې اغیز خامخا راورسېد، دغه څو ټکي چې همدا شېبه یې تاسې د اخبار یا کتاب په وسیله لولئ، دا د همغه دورې رنسانس د ایجاد او انکشاف براکت دی، چې د چاپ او کاغذ صنعت یې رامنځته کړ. ځينو خاصو علومو پکې ځان ښکاره کړ او ځينو نورو بیا پکې بېخي ځانګړې ارتقا او وده وکړه، که څه هم د ګڼوالي له پلوه په ټولو علمي، مذهبي اقتصادي او ادبي برخو کې یې رول شته؛ مګر ډېر محسوس نقش یې د بشر په ټولیزه فکري او فرهنګي ویښتیا او روښانتیا کې وه. دا دوره چې زموږ کتابونو د اروپايي رنسانس د دورې په نامه هم یاده کړې، د څوارلسمې مېلادي پېړۍ محصول ده او تقرییا تر اوولسمې مېلادي پېړۍ پوري یې دوام کړی.

رنسانس اصلاً د اروپايي تعریفونو له مخې د فکر او فرهنګ بیا زېږون ته وايي، چې ډېر محسوس او ښکاره هدف یې له چرچ او کلیسا خلاصون و، چې په ټولیز ډول یې د هغه وخت ولاړ علمي، فکري او مذهبي حالت ته خوځښت ورکول وو، په همدې مانا د نړۍ په ټولو هغو بشري او ریاستي جغرافیو کې چېرته چې علمي او فکري جمود حاکم وي، پر وړاندې یې د ویښتیا او روښانتیا مبارزې او خوځښتونو ته رنسانس ویلی شي. دا ضرور نه ده، چې د رنسانس ټول هغه اصول او نورمونه دې اوس هم پرته له کوم زماني او مکاني ارزښتونو راوخیستل شي؛ بلکې پخپله رنسانس هم خواوشا درې پیړۍ څرګنده دورانیه لرله، چې له هغې وروسته مډرنېزم او په تېره د اوسمهالي پوسټ مډرنېزم خوځښتونو خو دا هر څه بېخي سره واړول، مطلب دا چې رنسانس د خپل ملي ویښتیا او روښانتیا د فکر طرز دی او دا طرز د نړۍ د هرې جغرافیې او ملتونو روښانفکران له خپلو ملي او فرهنګي ارزښتونو او تعریفونو سره د یوه پراخ ډسکورس په توګه وړاندې کوي.

انسان له فکري او تاریخي دواړه پلوه ډېر ځله د یو او بل له تجربو استفاده کړې، د رنسانس د دورې دوه هغه تمایلات چې یو یې عقلانیت او بل یې بشرپالنه ده، دوه داسې تجربې دي، چې زموږ په څېر ټولنې یې که یوازې د یوه طرز په توګه هم واخلي د خورا بنسټيزو ستونزو حل یې ورسره ممکن دی.

د رنسانس بشرپالنه که څه هم په فردي ازادیو متمرکزه وه؛ خو زموږ انساني مساله یو څه نور عوامل هم لري، چې اوسمهالی افغان انسان یې له ګڼو نورو ننګونو سره هم مخ کړی دی، زموږ بشري مساله فردي او ټولنیزه دواړه ده، په همغه معادله چې ټولنه د فرد مجموعې ته وايي، چې فرد نه وي جوړ، ټولنیزه هوساینه نشته.

بشرپالنه یوازې سیاسي او فکري شعارونه نه دي؛ بلکې عمل دی، چې څنګه د انسانانو ترمنځ پرته له ژبې، قوم او نژاد تعامل ومومي. ټولنیزه هوساینه همغه ده، چې خلک د انساني ارزښت له مخې ګډ اخلاقي او عاطفي راوبط او تامالات ولري، په لویه کې فکري، مذهبي او فرهنګي راوداري موجوده وي. دا د بشرپالنې بنسټيز درس دی، هغه ټولنې او خلک چې دا ډول درسونه د ژوند او عمل مقصد او هدف ونه ګرځوي، نابودي یې حتمي ده.

زموږ د څلویښت کلنې غمیزې تر ټولو بارزه خوا همدا بشري یا انساني ورکه وه، هر څومره چې د چا سیاستوالو، ګوندونو، فکري او ایډیالوژیو وس ورسېده، په همغه کچه یې دا پورته انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کړل. په وړو وړو مسایلو خلک تکفیر شول، په یوه ملي جغرافیه کې قومونه او ژبې د ملیتونو ترمنځ د افتخار او ویاړونو داسې څه وو، چې پر سیالۍ یې باید یو بل سره خوړلي وای. ټوپک، توره او باروت د ښونځیو او پوهنتونونو او کتابونو معادل فیشن وبلل شو. اخلاق، زغم او فکري چلندونه هغه ورک ارزښتونه وو، چې تراسه یې هم د خشونت او تاوتریخوالي خوند او اغیز راسره دی.

دا ټولې پورته یادې شوې ستونزې د یوې نیکمړې بشري کتلې خپلونې دي، دا ستونزې چې کومې ټولنې او خلک ولري، هر څه به یې پوره وي؛ خو د انسانیت یا بشرپالنې له بحران سره مخ دي.

د رنساس دویم تمایل عقلانیت و، د عقلانیت له فلسفي مانا وراخوا یو ساده او اسانه تعریف دا دی، چې ټول هغه علمي، سیاسي او فکري قضیې او مسایل چې په (مثبت منطقي میتود) او تشریح ترسره کېږي، دې کار او عمل ته عقلانیت وايي. مثبت منطقي میتود یې د فکر او پوهې هغه مهم طرز دی، چې دلته یې یوازې د ژوند او چاپیریال په اړه ټول همغه فکرونه او پوهه چې د ځان او ټولنې په ګټه وي عقلانیت بولو.

 زموږ سیاسي، علمي او فرهنګي ټول فکټورنه له دا ډول جدي فکر او پوهې ځکه بې برخې دي، چې د فکر او پوهې مقاصد مو یوازې تر (زه) محدود دي. د عقلانیت تشه یوې خوا او د (زه) ستونزه مو بله هغه ربړه ده، چې لویې ملي او مشترګې ګټې یې لا پسې ننګولي. جنګي اقتصاد مو همدا ګډ او ملي ارزښتونه له یوې مخې له پوهې، فکر، ښوونې او روزنې بې برخې کړي دي. له سیاستونو او نظامونو سره په تېرو سلو کلونو کې دومره سپک او غیرعقلاني چلن شوی، چې حتی اوس نو دا چارې د سیاسي او ملي برخلیکونو پر ځای د لوبو د سامان هومره په اهمیت اوښتي چارې دي. د دې ټول شکایت همدا یو عامل ډېر زیات ښکاره دی، چې هغه همدا غیر عقلاني سیاستونه او چلندونه دي. تر هغې چې له شعوري او فکري پلوه مو خپل (زه) پر (موږ) نه وي ګډ کړی او ملي، سیاسي او علمي خواوې مو د عقلانیت پر جدي محور نه وي څرخولي، د هوسا او ارام ژوند په اړه مو فکر او ارمان خیال او خوب دی. د نن او پرون پيړۍ بېخي په متفاوتو بڼو د خپل مزل سرعت وهي، له دې سرعت سره ځان عیارول او د دې سرعت په اهمیت او ارزښت پوهېدنه خورا جدي مساله ده.

زموږ د کالم د مونوګرام (رنسانستان) مقصد او تېزس همدا دی، چې څنګه خپله ټولنه او سیاست د خپلو ملي ارزښتونو له مخې بشري او عقلاني کړو او زموږ رنسانس سیاسي، علمي، اقتصادي او فرهنګي عقلانیت پیدا کړي، همغه عقلانیت او بشریت چې په نه شتون یې دا دی، یوه پیړۍ جزا ګالو. اوسمهالی افغاني رنسانس همدا دی، چې سیاست، علم، اقتصاد او معاصر نړیوال سیاسي او فکري بدلونونه د ځان په ګټه وڅرخوو، د ځان ګټه په (زه) کې نه بلکې په (موږ) کې ده. یو مکمل رنسانس همغه دی، چې (زه) په (موږ) واړوي او دا موږ همغه وي، چې اساس یې پر عقلاني او بشري ارزښتونو ولاړ وي. کوم خلک او ټولنه چې دغه لوړ معراج ته رسېدلي دوی اصلاً رنسانستان ته رسېدلي، رنسانستان د همداسې پورته ملي ارزښتونو پر اساس ولاړ فکري، سیاسي او اقتصادي نظام او ځای ته وايي.

1 COMMENT

  1. د اندښنې مسله داده، چې زموږ د لیکوالو اکثره لیکنې معلوماتي وي. هیڅ تحقیقي او تنقیدي اړخ نه لري. او بیا که تنقید کیږي، نو ګوا په خپل فرهنګ یرغل کوي. دا په لیکوالي کې ډیر مبتذل کار دی.
    دا پورته لیکنه هم ورته تمایل لري، چې له ګټې یې تاوان زیات دی. او بیا خپلسري نمونې خو بیخي په ادبیاتو کې تکفیري عمل ګڼل کیږي. زه فکر کوم، چې رنسانستان د د فکر او فرهنګ د بیا احیا لپاره یوه ناجایزه اصطلاح ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب