شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتښتیدلو سياسي څېرو په ترکیه کې د ط خلاف د مقاومت شورا...

تښتیدلو سياسي څېرو په ترکیه کې د ط خلاف د مقاومت شورا جوړه کړه

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) د افغانستان یو شمېر تښتیدلو سياسي څېرو له ترکیې څخه« د افغانستان د مقاومت او ژغورنې عالي شورا» اعلان کړه.

دوی د ترکیې په انقره ښار کې د عبدالرشيد دوستم په کوربه توب سره يو ځای شوي وو او د جمهوري نظام د سقوط پړه یې پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني واچوله.

د احمد شاه مسعود ورور او د هغه د زوی خسر احمد ولي مسعود، چې په یاده غونډه کې یې د خپل زوم او وراره په استازيتوب ګډون درلود، وويل: د پنجشېر د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود هم د يادې شورا غړيتوب لري.

 ويل شوي، چې دغه نوې شورا مشر نه لري، هره غونډه به يې نوبتي مشر لري او دريځونه به ېې د وياند له لوري رسنیز کیږي.

سربېره پر دې به د دغې شورا چارې د لسو کمېټو په چوکاټ کې مخته وړل کيږي.

يادې شورا په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو خلاف د ادعا کیدونکو مقاومت جګړو د ترسره کيدو ملاتړ هم کړی.

عبدالرشيد دوستم، عبدالرب رسول سياف، عطا محمد نور، حاجي محمد محقق، میر الرحمن رحماني، عبدالطيف پدرام، جنرال دین محمد جرئت، حاجي زاهد الماس، محمد علم ایزدیار، د حزب اسلامي ارغنديوال، صلاح الدين، اسماعيل خان استازي او حاجي حضرت علي په دې غونډه کې ګډون درلود.

سربېره پر يونس قانوني، احمد ضيا مسعود او د يو شمېر ښځينه وو په ګډون د شورا نورو غړو په انلاين بڼه په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دغې شورا غړو ویلي، چې طالبانو سره د يوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات او وسله وال مقاومت دواړه د دوی مهم لومړيتوبونه دي.

طالبانو د دغې شورا په اړه خپل دریځ نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې بيا ډېر شمېر افغانانو دغې شورا ته توند غبرګونونه ښودلي دي.

د دوی په وینا همدا سياسي څېرې وې، چې د جمهوري نظام ۲۰ کلن فرصتونه یې په فساد، باج اخيستو، قانون ماتولو او ملت ځپلو کې تېر کړل او اوس بيا د قدرت او شخصي لپاره هېواد ته جګړه غواړي راولي.

ځينې خلک په طالبانو هم غوسه شوي، چې په وينا یې د حکومت له ملایيزه کولو سره په لوی لاس ملت دپخوانيو سياسي څېرو غېږ ته کېکاږي او د بلې جګړې زمینه برابروي.

5 COMMENTS

  1. په تېرو اتو میاشتو کې روڼ اندو افغانانو ونه شوی کړی یو سیاسي خوځښت جوړ او خپل موجودیت ثابت کړي.
    تنظیمونه سره له دې چې پردیو هېوادو کې جوړ شوي وو چې ځانګړي موخې تر لاسه کړي خو بیا یې هم ګوندي سېستم لرلو. دغه اشخاص له ټولو بدیو سره بیا هم پدې بریالي شول چې یو سیاسي خوځښت پیل کړي. پرې افرین دې وي

    هیله ده پاک روڼ اندي د خپل راحت له بستر را او شخصي ګټو را بهر شي یو مزاحمتي تحریک لکه پي ټي اېم غوندې یو شی خو دې جوړ کړي

    تالب یوه پنجابۍ ملېشه ده چې لوبغاړي د مدرسو سایکوپت او په نرګسیت اخته ناروغان دي د سیاف او ورته نورو لاړې لت پرې ښې دي

  2. د دې ټولو بدبختیو اصلي عامل د ټالب جهالت ، سرزوري او د هغوی پنجابي مشاورین دي . د جمهوریت په وخت کې یې د افغانستان له رسمي مقامامونو او د سولې له عالې شورا غړیو سره خبرو ته حاضر نه شول چې د افغانستان لپاره پر یوې روښانه راتلونکې سره خبرې وکړي .
    ټالبانو د خپلو توندو غیر افغاني او غیر اسلامی کړنو په وسیله د ولس نفرت او کرکه د خپل ځان پرضد اوج ته ورسوله . راتلونکو جګړو او جنګونو ته یې زمینه برابره کړېده . د دوی ټول فکر له عالي تحصیلاتو او ښځو سره د ضدیت او مبارزې پرلورې دی .
    له بلې خوا د افغانستان راتلونکې تېرو آزمویل شویو جنګسالارانو ، غلو ، غاصبینو ، د قوم ټېکه دارانو ، پر فسق اوفساد ککړوڅېرو او د پردیو غلامانو ته پرېښودل کیږي . هغوی چې په میلیاردونو دالرو نړیوالو مرستوچور او تالان شروع کړی وو او په پردیو هېوادونو کې یې ځانونو ته لکس ، عصري کورونه جوړ کړي ، هلته یې سرمایه ګذاري کړېده ، له خپل وطن او خلکو سره هېڅ مینه نه لري ، غواړي یو ځل بیا د افغانانو پر سرنوشت لوبې وکړي . د خپلو باطلو عقایدو ، شخصي ګټو لپاره د ولسونو او قومونو ترمنځ جګړو او بې ثباتیوته زمینه برابره کړي .

  3. دا تربیه شوی قدیانی خیټور طالب غلامان نه مسلمانان دی او نه افغانان ، امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان په وسیله د ظالم یرغلګر اتحادی شوروی په مقابل کښی د افغان ملت تاریخی جهاد څخه خائینه سوءاستفاده وکړه همدا امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان او امریکا کښی روزل شوی غلامان پدی ۴۷ کالونو کښی په نوبت سره د افغان ملت په اوږو سپاروی او دوی د همه شمول حکومت په نام هم یادیږی ، دا زیاتره بی سواده خیټوری خچنی ږیری په ۱۹۹۶ کال کښی امریکا او انګلیس له خوا په فریبی سره ارګ ته راوستل شول او بیائی د بل پلان لپاره دا خیټوری غلامی ږیری دوباره پنجابی پاکستان ته ولیږل او ددوی په عوض ئی دوباره تربیه شوی بی سواده تنظیمونه کابل کښی حکمرانان کړل داچی امریکا او انګلیس پلان لاندی دا خیټوری ږیری د پنجابی پاکستان په مرسته مسلسل جنګیالی تبلیغ کیدل نو لږ موده پخوا بیا امریکا + انګلیس نظر ددوی پلیت پلان لپاره دا تام بی سواده وحشیان کابل ته راوستل شول او دوی ته غلو ، چورکوونکیو تربیه شوو تنظیمونو غلامانو او تربیه شوو غلامو دیموکراتانو په ډیره چابکی سره کابل ورته خوشۍ کړ !!!
    دا طالبی وحشیان په هدایت سره افغان ملت پلانیز غربت ته کش کوی اود میرمنو حقوق تر پښو لاندی کوی ، افغانستان کښی همیش اسلامی اود افغان کلتوری حجاب عملی شوۍ دی او افغان ملت په صدق سره مسلمان ملت دی اما د اغلامان خیټور خائینین د اجنبیانو تر هدایت لاندی میرمنی کورونو کښی زندانی کړی او نارینه بیکاره ساتلی او قدیانی مدرسی ئی د مکتبونو په عوض رامینځ ته کړی یعنی د مضر غلامان غواړی چی افغان ملت کاملآ بی سواده وساتل شی ، افسوس چی منورین اکثریت سره مرتجع دی نو اجنبیانو ته لاری خلاصی دی چی دا ملی اسلامی خائينین په نوبت سره د افغان ملت پر اوږو سپاره وساتی او اوس د اجنبیانو له خوا د همه شمول بابولانی هم اوریدل کیږی!!!!

  4. سلامونه،
    اول خو د ترکیې ورور ولس او مسلمان دولت باید د غازي امان الله خان د ارواهوو او دوستۍ په احترام دغو د بچه ء سکاو لمسیانو کړوسیانوچهار عیب شرعي او مدني غاصبينو قاتلينو ته د جلساتو اجازه نه وای ورکړای ؛ له بلې خوا دوی کې او پلویانو کې ېې هم د شرم او حیا په نوم څه نه دي پاتې.یو وارې له ۱۹۹۲-۱۹۹۶ او بیا دا ۲۱ کاله ېې داسې ګلونو په آب ورکړي چې بیا به دا ځلي په کومو ب-پنجاو چند لکۍ پورې نښتي راځي او بیرته به ځي؟؟.
    ط.ط. دې هم خدای خوار نه کړي ، نه خپله په پوره اسلام پوهیږي او نه د بل چا نصیحتونه اوري؟.. په زور کلي نه کېږي. د خلکو زړونه لاس ته راوړل په دې نه کېږي چې په هر چم او منتر مو امنیت راوستلی نو ځئ بغارې ووهئ چې خدای تعالی روزي درکړي.هغه ځوانانو ښځینه او نارینه وو چې نیم عمر په تعلیم او تحصیل تیر کړ اوس باید د کار او کسب څښتنان شي ؛ ریس الوزرا ته څه پکار دی چې ۲ لاکه معاش اخلي؟ آیا د اسلام په طلايي دوره کې خلفاوو او امامانو همداسې زوند کاوه؟.
    هاغه دري متل دی ( نه به آن شوري شور و نه به این بې نمکي!!).یعنې:
    -نه د شورویانو او امریکایانو د وخت بې بند و باري او شر او فسادات
    –او نه د تش په نامه مو جاهد؛ ط.! او مغاوم !!او امارتی!!! بې اوبوو قحطي او له بېکاري لوږې او تیښتې او…
    -+ او هغه ورور چې منورین یا روڼآندي ېې پړ ګڼلي ؛زه فکر کوءم امپریالیستان او ګوډاګیان ېې په هیڅ هیواد کې وطنپالان او د خپلو خلکو ښیګڼ غوښتونکي په تیره بیا اسلامي ملکونو کې نه پریږدي ؛ تاسو ګورئ چې ځینې اجڼټان ې غیر مستقیم اقرار کوي چې لراوبر کې په زرګونو پښتانه د سر مشران او مخور ترور سوي دي ؛ آن له امان الله خان رانیولې تر داوود خان؛ امین؛ ډ.نجیب او قهرمان!!!..

  5. افغان ملت ته دا اوسنی بدبختی د شهید محمد داؤد خان کمونیستی کودتا په وسیله رامینځ ته شوی دی اودشوروی اتحاد له خوا تربیه شوو کمونیستانو لږ څه وروسته هم مؤقتی رهبر محمد داؤد خان له مینځه یووړ او هم ئی بی شمیره افغانان شهیدان کړل نو داسی وطنفروشانو ته د قهرمانانو لقب ورکول ملی خیانت دی او همدی خرڅ شوو کمونیستانو امریکا انګلیس ته زمینه برابره کړه چی رنګارنګ قاتلان د اسلام تر شعار لاندی د افغان ملت تامی بدبختی لپاره تربیه کړی او پنجابی پاکستان ته ددوی رهبری سپارل شویدی او اوس ئی دی ټولو ( کمونیستان ، تنظیمونه او طالبان ) لپاره فعلی بادار ( امپریالیست ) له خوا د همه شمول حکومت شعار کارول کیږی او اوسنی روسیی ، امریکا ، انګلیس او چین ته پوره ثابته شوی دی چی مرتجع منورین د لوځکو په شان نظر شرائيطو ته په ډیره اسانی سره رهنمائی کیدای شی تر څو چی دا مضر اجنبی مکروبونه موجود وی نو افغان ملت به د اوسنیو بدبختیو څخه نجات پیدا نکړۍ شی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب