Homeخبرونهامريکا ته د پاکستان بيا نیږدې والی، پر سیمه ییز امنيت او...

امريکا ته د پاکستان بيا نیږدې والی، پر سیمه ییز امنيت او خپل اقتصاد ورسره غږيدلی

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، پر دغې دندې له ټاکل کیدو وروسته په يوه لومړني سفر امريکا متحده ايالاتو ته تللی دی.

نوموړي د دې سفر په لړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین سره وکتل.

بلاول بوټو چې د انتوني بلینکین په بلنه نیویارک ته تللی دی له نوموړي سره یې د سیمې د امنیت، دوه اړخیزېو اړیکو او د پاکستان اقتصاد د بیارغولو په اړه خبرې کړي دي.

پاکستان په وروستيو کلونو کې سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی او پرون یې په بېساري ډول د يوه امريکايي ډالر پر وړاندې د کلدارو بیه تر ۲ سوه روپیو ورسیده.

د پاکستان او امريکا اړيکې ظاهرا په وروستيو کې ترينګلې شوې وې.

د پاکستان ګوښه شوي صدراعظم عمران خان ادعا کړې، چې امريکا ته یې په خپله خاوره کې پوځي اډې ورنه کړې، ځکه خو ګوښه کړل شو.

د پاکستان نوي حکومت له امریکا څخه د مرستو جذبولو لپاره دغه هېواد سره بيا اړيکې خوږې کړي دي.

په افغانستان کې حاکم طالبان، چې د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن ګڼل کېږي، د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر یې څو ورځې مخکې وویل، چې امريکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...