چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهمزار شريف کې د ط پر موټر چادونه، د ۳ تنو ټپي...

مزار شريف کې د ط پر موټر چادونه، د ۳ تنو ټپي کیدل تایید شول

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) ‏د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې نن د طالبانو پر يوه موټر چاودنه شوې ده.

د بلخ په څلورمه حوزه کې د طالبانو امنیتي مسوول محمد عوض وثیق ویلي، چې دغه چاودنه په يوه کاسټر موټر شوې ده.

سرچينې په چاودنه کې د ۳ تنو ټپي کیدل تایید کړي، خو د هويت په اړه یې چې ملکيان که طالبان دي، څه نه دي ويلي.

د چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

بل لور ته: د افغانستان د خپلواکۍ د اسلامي او ملي تحریک په نوم د طالبانو يوې وسله والې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې تېره شپه یې د بلخ ولايت د شولګري ولسوال مولوي مهدي په ګډون د حاکم رژیم ۶ تنه وسله وال وژلي او ۸ نور يې سخت ژوبل کړي دي.

د دغې ډلې د ادعا له مخې، په عملیاتو کې یې دوه رنجر او یو هاموي ټانګ هم په بشپړډول له منځه تللي او د ولسوالۍ تعمیر ته هم زیان رسیدلی.

یادې ډلې په دغه برید کې د خپلو درېیو جنګياليو ټپي کیدل تایید کړي.

طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو د خپلواکۍ تحريک يوه ويډيو هم خپره کړې او ادعا یې کړې، چې د تېرې شپې د برید اړوند ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب