سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد ټلویزونونو پر ښځینه وياندويانو د ط - البي قيوداتو شدت زيات...

د ټلویزونونو پر ښځینه وياندويانو د ط – البي قيوداتو شدت زيات شو

تاند(پنج شنبه، د ثور ۲۹ مه) ‏د افغانستان د يو شمېر ټلویزونونو ښځينه وياندويانې نن د طالبانو له دغو نويو قيوداتو سره د ټلویزیون په پرده را ښکاره شوې.

 يو شمېر ښځينه وياندويانو ويلي، چې طالبانو پر ټلویزیون د څرګنديدو پر وخت د ټول مخ د پوښلو او ماسک اغوستو امر ورته کړی.

ويل شوي، چې دغه قيودات د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر ښځینه ټلویزیوني څېرو وضع کړي دي.

د طالبانو رسمي سرچينو دا موضوع تایید يا رد کړې نه ده.

يو شمير منتقدینو په دې اړه توندې تبصرې کړي او ويلي، چې طالبانو له داسې عجيبو قیوداتو سره افغانو ښځو ته د حیواناتو په سترګه کتلي دي.

د کابل پوهنتون پخوانۍ استادې نرګس مومند حسنزۍ ليکلي، چې طالبان ممکن ژر د نوو زېږېدونکو نجونو د په ژوندوني ښخولو فرمان هم صادر کړي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو سره، دغې ډلې پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي.

له شپږم ټولګي څخه د پورته ښځينه ښوونځيو تړل، د لسګونه ښځینه فعالانو بندیانول او لا‌درکه کیدل، له محرم پرته ښار او حتا کلينيک ته نه ورتګ، د حجاب په نوم د چادرۍ اجباري کیدل، له دندو او ډېرو ټولنېزو فعاليتونو څخه د‌ ښځو منع کول، د ښځو چارو وزارت لغوه کول او پر ځای یې د امر بالمعروف وزارت رامنځته کول په دې برخه کې د طالبانو عمده ګامونه دي، چې په ملي او نړيواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

2 COMMENTS

  1. ډېر پښتانه پري خوښ دی تاسو ورشئ د بي بي سي او نورو رسنېو دپاڼو کمینټونه پښتو هم ولولئ اودري هم ،ښکاره توپیر به یې درته څرګند شي. ماهروخت ویلې چې پښتانه اویا اتیا سلنه د ښځو د حقوقو په برخه کي ط الب ذهنه دی او نور یې بیا دې ته خوښ دی چې واک ټوله د پښتنو په لاس کي دی

  2. بلی نفاق اچونکی پښتانه لکه د نورو قومونو په شان شته چی د نفاق اچولو اور ساتلو لپاره د پښتانو شعار لاندی ئی هغه وخت د کمونیستانو پښتانو قاتلینو لپاره هورا چیغی وهل کیدی او وروسته د الله اکبر شعار لاندی د نجسو قاتلو ږیرو لپاره ، داسی نفاق اچوونکی اشخاص چی په هر قوم کښی شته باید دوی په ګوته او وه رټلۍ شی !

    د افغان میرمنو حقوق دائیم تر پښو لاندی شوی دی حتی کم اصله اشخاص شته چی میرمنو ته ناقص العقل خطاب کوی ، ډیر د خوښی ځای دی چی افغانی میرمنی بیداره شوی دی اود خپلو حقانه حقوقو لپاره په ډیر جرأت سره مبارزه کوی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب