جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر: مخکيني حکومت بانکونه او عامه شتمنۍ لوټ کړي دي

ملا برادر: مخکيني حکومت بانکونه او عامه شتمنۍ لوټ کړي دي

تاند(چار شنبه، د ثور ۲۸ مه) د طالبانو د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي يې په متحدو عربي اماراتو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي.

 ملا عبدالغني افغان سوداګرو او پانګه والو ته په خطاب کې ویلي:(( په هېواد کې چې په هره برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لرئ، اسلامي امارت ژمن دی چې زمینه درته برابره کړي. دا زموږ مسئولیت دی چې تاسو ته د کار کولو او امنه فضا برابره کړو او په ګډه دا هېواد جوړ کړو.))

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې د دوی په راتګ سره په افغانستان کې فساد ختم شوی او هر چا ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه همدا رنګه پر ټولو افغان سوداګرو او پانګه والو غږ کړی چې را دې شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

ملا برادر زیاته کړې ده: موږ په داسې حال کې کابل ته راغلو چې د کابل تېرې ادارې، ټول بانکونه او د عامو خلکو شتمني لوټ کړې وه، هرڅه وران وو چې ښه بېلګه یې د کابل نړیوال هوايي ډګر دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز د ټولو هغو هېوادونو له کوربه ‌توب مننه کړې چې د افغانانو قدر یې کړی او په بېلابېلو وختونو کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.

طالبانو مخکې هم پر جمهوري نظام د بانکونو د حیف و میل او عامه شتمنيو د غلا تورونه لګولي وو، خو بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني له نړیوالو غوښتي چې پر ده د فساد تورونو د څېړلو لپاره پلاوی وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب