چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د ښځو له سیاسي او ټولنیز ګډونه پرته پرمختګ نه شي کېدای

د ښځو له سیاسي او ټولنیز ګډونه پرته پرمختګ نه شي کېدای

حافظ ناصر
کله چې موږ د ښځو د ځواکمنتیا خبره کوو نو ددې څخه ډېر غلط تصور او تعبیر کېږي خو په اصل کې ددې معنا دا ده چې د ښځو لپاره د تعلیم او روغتیا اسانتیاوې چې د دوی اساسي حق دی برابري شي، ښځې باید په خپل ژوند کې د بنسټیزو پریکړو واک ولري، ځکه چې هیڅ یوه ټولنه له ښځو پرته بشپړه نه ده او پرته له دې چې د ښځو سیاسي او ټولنیز دریځ په رسمیت وپیژني، ټولنه پرمختګ نشي کولای.
 له بده مرغه په ​​افغانستان کې ښځو تر اوسه هغه واک نه دی ترلاسه کړی چې دوی یې مستحقې دي، نه خو زده کړه په مساوي توګه ترلاسه کوي، نه د روغتیا پاملرنې؛  ډیری دندې لاهم د جنسیتي تبعیض له امله بندې دي او دوی نشي کولای چې د نارینه په څېر کار وکړي او ژوند مخې ته یوسي.
باید ووایم چې دا حقیقت له پامه نشي غورځول کیدی خو دا ډیره د افسوس خبره ده چې په دې سیمه کې ښځو ته په کمه سترګه کتل کیږي او لا هم دلته د دوی په وړاندې د پرمختګ په لاره کې زیات خنډونه موجود دي او ګام په ګام ورسره تبعیض کېږي.
د ښځو پرمختګ په ټوله جنوبي اسیا کې یوه ډله ییزه مسله ده او دلته سړي په ذهني توګه د ښځو د ازادۍ له منلو انکار کوي، ښځه د ځان په څېر یو انسان وګڼي.
په نړۍ کې له پراخو پرمختګونو سره سره په جنوبي اسیا کې د ښځو لپاره شرایط برابر نه دي، په سلو کې پنځوس ښځې تر اتلس کلنۍ په کم عمر کې د خپلې خوښې خلاف واده کوي او د ماشوم د زېږولو ​​په مسله کې هم خپلواکې نه دي، حال دا چې دا خبره د ښځو په ذات پورې اړه لري،  خو یوازې نارینه د اولاد درلودل خپل حق ګڼي او هر سړی له دې حق څخه پوره ګټه پورته کولای شي.
 ډیر کله زیږون د مور او ماشوم دمړینې سبب ګرځي جنوبي اسیا په نړۍ کې د میندو د مړینې دوهمه لوړه کچه لري او دلته د ښځو د هوساینې لپاره ترسره شوي کارونه تقریبا په نشت حساب دي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو لپاره حتی د ماشوم د جنسیت په اړه هم تبعیض موجود دی، ډېر کله په الټراساؤنډ د ماشوم له زیږون دمخه دهغه جنس معلوموي او اکثریت یې د ښځینه جنین سقط کوي.
 نه یوازي دا چې دلته ښځې له جنسي ستونزو سره مخ دي، د ښځو پر وړاندې رواني او فزیکي تاوتریخوالی هم معمول دی، هو دلته د ښځو په درناوي ټینګار کیږي خو درناوی یې نه دی شوی، ښځې د نارینه وو په واک کې دي او دا یو عام مفهوم دی چې یوازې نارینه کولی شي د ښځو ساتنه وکړي.
ښځې د کور له دېوالونو بهر ناامنه ګڼل کېږي، خو ډېری ښځې حتی په کور کې هم خوندي نه دي، که په کلیوالو سیمو کې د انجونو لپاره د زده کړو اسانتیاوې برابرې نه دي، په ښار کې هم په ازادانه توګه کار او زده کړو ته لاس رسی نلري.
په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې ښځې له خپلو حقونو بې خبره دي او ټول هغه محدودیتونه چې د مذهب په نوم پر ښځو لګول کیږي، د جهالت له امله دي، دين په ښځو دومره محدوديتونه نه لګوي څومره چې پخپله د دين پيروانو پرې لګولي دي.
په افغانستان کې ښځې له ټولنیز پلوه بې برخې دي، خو په کورنی کچه هم د جنسیت له مخې، دلته د ښځو پر موضوع بحث نه دی شوی، د دوی ستونزو ته جدي پام نه کیږي او ستونزې یې هم جدي نه نیول کیږي.
 کله چې په جنوبي اسیا او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو د ځواکمنۍ خبره کېږي، نو د رسمي شمېرو له مخې موږ ډېر وروسته پاتې یو، که څه هم ډیری موسسې او بنسټونه دلته د ښځو د حقونو لپاره کار کوي او د ښځو د حقونو لپاره د کار کولو نړیوال تړونونه هم لاسلیک شوي دي، چې ښځو ته د هغوی د حقونو په ورکولو سره به د پرمختګ په سيالۍ کې شاملې شي، مګر د دغو تړونونو له لاسلیکولو سره سره دا تړونونه عملي شوي نه دي، ځکه چې موږ د ښځو په وړاندې یو ډېر غلط تصور لرو او هغه دا چې د ښځو ازادۍ به بهرنۍ اجنډا پیاوړي کړي.
 د ښځو د ستونزو حل د دوی اساسي حق دی او دوی ته د اساسي حقونو ورکول په اساسي قانون کې لیکل شوي دي، له بده مرغه چې اوس زموږ په هیواد کې “اساسي قانون” له مینځه تللی او ټولې پرېکړې بغیر د کوم مستند قانون څخه په خپل سرې توګه په زور سره ترسره کېږي.
 له تېرو څو میاشتو راهیسې له شپږم ټولګې پورته د انجونو پرمخ د ښوونځي دروازې تړل شوې، یو ستر ظلم دی او دا حق څومره چې ژر کېږي باید ښځو ته ورکړل شي، تعلیم او روغتیا د ښځو اساسي حق دی، او د دې لپاره د مدني ټولنې سازمانونه چې د ښځو د پرمختګ لپاره له دولت سره کار کوي، په ټولنه کې د ښځو په پرمختګ مستقیمه اغیزه لري، پکار ده چې ښځو ته د هغوی د حقونو په برخه کې د زړه له اخلاصه کار وکړي او د ښځو د پیاوړتیا لپاره څومره چې کېږي هڅې وشي او د خپل ژوند په اړه د پریکړو کولو آزادي ورکړل شي، هو د ژوند کولو آزادي لکه څرنګه چې تاسو یې غواړئ.
د هرې ټولنې پرمختګ د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو هڅونې ته اړتیا شته، تر څو چې ښځې ځواکمنې نه شي هېڅ ټولنه پرمختګ نشي کولای.
دا مهال په افغانستان کې ښځې د ښوونې او روزنې سربېره، تخنیکي روزنې ته اړتیا لري او هم دې په کلیوالو او وروسته پاتې سیمو کې ښځو ته  د دوی په کور کې د روغتیا او عدالت خدمات وړاندې شي.
 که موږ غواړو چې د پرمختګ په لاره روان اوسو، نو ښځې باید ځواکمنې شي، د انجونو پرمخ د ښوونځي دروازې پرانیستل شي او دغه شعار ته د عمل جامې ور واغوستل شي.
 د ښځو ځواکمنتیا د ټولنې د پرمختګ اصلي لامل دي او د ښځو د ستونزو اساسي حل د نارینه وو په همکارۍ پورې تړلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب