Homeخبرونهخوست کې د سرحدي لېوا د وسلو ډیپو الوزول شوې ده

خوست کې د سرحدي لېوا د وسلو ډیپو الوزول شوې ده

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) د خوست په علي شېرخېلو ولسوالۍ کې د درنو چاودنو خبر ورکړل شوی.

ځايي سرچينو ويلي، چې چاودنې د ولسوالۍ په مقام کې وې، خو د طالبانو ځايي چارواکو بيا ويلي چې د علي شېرخېلو ولسوالۍ د سرحدي لېوا په ډیپو کې اور لګېدلی و.

د طالبانو ځايي سرچينو دا هم ويلي، چې سیمې ته د اور وژنې عملیاتي ډلې رسیدلي دي.

تر اوسه د دې چاودنو او ممکنه تلفاتو او نورو زیانونو په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو رسمي وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...