دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهايران: امريکا په داعش افغانستان نارامه کوي، ط یې په مخنيوي کې...

ايران: امريکا په داعش افغانستان نارامه کوي، ط یې په مخنيوي کې ناکام دي

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) د ايران د پارلمان رييس محمدباقر قاليباف تور پورې کړی، چې امريکا په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو هڅونکې ده او په دې ډول افغانستان نارامه کوي.

قالیباف همداراز زیاتوي، چې طالبان هم د افغانستان د امنیت په ټينګښت کې ناکام شوي دي.

هغه د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون د ټولګډونه دولت جوړېدل، د دغه هېواد د امنیت په تضمین کې اساسي اړتیا بللې ده.

طالب او امريکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام يوې امنيتي سرچينې تاند ته ويلي، چې ايران په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو په اړه له زياتو غبرګونونو سره غواړي ژر په دغه هېواد کې د داعش ډلې د مقابلې په نوم خپل فاطمیون لښکر لاس په کار او د نيابتي جګړې اور ولګوي.

فاطمیون د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ډلې هغه جنګي لښکر دی، چې په سوریه او نورو هېوادونو کې ېې د داعش ډلې او د ایران د نورو مخالفانو خلاف جنګولی دی.

په دې لښکر کې تر ډېره له افغانستان څخه وړل شوي او په ایران کې مېشت افغان شیعه ګان جذب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب