Homeخبرونهپه ارګ کې د اختر لمونځ، ملا حسن اخوند او ملا برادر...

په ارګ کې د اختر لمونځ، ملا حسن اخوند او ملا برادر اخوند پکې ويناوې وکړې

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) ‏د طالبانو د حکومت رییس الوزرا او د هغه اقتصادي مرستیال پرون دواړو په ارګ کې د اختر د لمانځه پر مهال ویناوې وکړې.

د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په خپله وینا کې د هېواد اقتصادي ناورين ته په اشارې وویل: دا د ۲۰ کلن اشغال نتیجه ده.

حسن اخوند دا هم وويل، چې حکومت یې ټول ګډونه او د الهي احکامو مطابق بشري حقونو ته ژمن دی.

د ملا حسن اخوند اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بيا د طالبانو مخالفینو ته خبرداری ورکړ، چې له پوځي لارو خپلو موخو ته نه شي رسېدلای.

هغه په عین حال کې ونه ويل، چې مخالفینو ته یې له « پوځي لارې» پرته بل کوم انتخاب مخې ته پريښی، چې د هغې مطابق چلند ورسره وکړي.

ملا حسن اخوند په خپله وینا کې دا هم وويل، چې د طالبانو امارت د افغانستان د امنيت، ثبات او سوکالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ښاغلي برادر اخوند د خپل دغه چمتووالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سمیع سادات له اختر وروسته د طالبانو خلاف د درنې جګړې اعلان کړی او ویلي، چې په دې برخه کې زرګونه پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه او سياستوال ورسره ملګري دي.

د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته د اختر لمونځ په داسې مهال ارګ کې شوی، چې له طالب چارواکو پرته د دوی له حکومته د باندې مشهورو طالب څېرو هم پکې ګډون نه درلود

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار او د طالبانو نور مشهور ملاتړي یا ارګ کې لمانځه ته نه دي بلل شوي او یا بلل شوي، خو نه دي ورغلي.

کرزي او حکمتيار په خپلو کورونو کې د اختر د لمانځه مراسم ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...