Homeخبرونهاشرف غني: ط - ان په خپله کیندلې څاه کې لویدلي

اشرف غني: ط – ان په خپله کیندلې څاه کې لویدلي

تاند:( يکشنبه، د ثور يوولسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل غږيږ فيسبوکي پيغام کې د‌ هېواد پر وضعیت او حل لارو خپل نظرونه شريک کړل.

ښاغلي غني د قدرت په انحصاري ساتلو او بدو پایلو یې تم شو او ويې ويل: په یوه خطرناک تاریخي وضعیت کې یوو، که یې په ګډه حل نه کړو، ټول غرقیږو.

بې واکه شوي ولسمشر په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو له يادولو سره وويل، چې څاه کیدونکی خپله څاه ته غورځي.

هغه د انفجار او انتحار مدرسو ته په اشارې زياته کړه، چې د دغو مدرسو شاګردان د خپلو استاذانو خیال هم نه ساتي او په وژلو یې لاس پورې کوي.

د ولسمشر غني اشاره په ډېر ګومان د طالبانو خلاف د جنګي ډلو فعاليتونو او هم وروستيو بریدونو ته وه، چې مختلفې ډلې یې په جوماتونو او عامه ځايونو کې کوي او د « جهاد» نوم ورباندې ږدي.

د ښاغلي غني په خبرو کې د افغانستان اقتصادي ناورين ته هم اشاره وه.

هغه وويل، چې له لوږې له وجې د خلکو د پښتورګو خرڅول ټولو ته خوا بدونکې ده.

پخواني ولسمشر دا هم وويل، چې د نجونو د زده کړو، د اوسني وضعيت د حل لپاره د ملي اجماع جوړول، د واک پر انحصار نه ټینګار او تاریخ نه زده کړه په کار ده.

طالبانو د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...