یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ط لوی درستیز: هیڅ بهرنی مزدور په کورنيو چارو کې لاسوهنې...

د ط لوی درستیز: هیڅ بهرنی مزدور په کورنيو چارو کې لاسوهنې ته نه پريږدو

تاند:( چار شنبه، د ثور اوومه) د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصيح الدين فطرت وايي، چې ملي پوځ یې په لوړه اسلامي انګېزه او روحيه د هېواد له ارضي تماميت څخه دفاع کوي.

د‌ ده په وينا، هیڅ بهرني مزدور ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

 ‏قاري فصیح‌الدین دا څرګندونې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د څه باندې شپږ سوه تنو تازه روزل شويو سرتېرو په فراغت غونډه کې کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې دغه سرتېري يې په پوځي، مسلکي او عقیدوي برخو کې روزل شوي دي.

نن د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وويل، چې تر اوسه یې په جوړيدونکي ملي اردو کې تر ۱۱۰ زره پورې کسان جذب کړي دي.

طالب چارواکي دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د پاکستان څو الوتکو د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې بمبارۍ وکړې او لسګونه تنه یې ووژل.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، د خپل‌ پلار د مړينې په نهمه تلين غونډه کې وويل، چې د یوه ګاونډي هېواد هوايي بریدونو ته یې د « ملي مصالحو» لپاره غبرګون نه دی ښودلی.

د هغه دا څرګندونې د طالبانو د منتقدینو له سختو نيوکو سره مخامخ شوې.

منتقدینو طالبانو ته په خطاب کې وویل،‌ چې د « ملي مصالحو» لپاره ولې د نجونو تړلي ښوونځي نه پرانيزي، ټول ګډونه حکومت نه جوړوي او د خلکو پر وړاندې ځورونکي قیودات، چې دوی یې هېواد پريښودو ته اړ ويستي،‌ پای ته نه رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب