Homeخبرونهکندوز کې يوه کس په تبر خپل ورور وژلی

کندوز کې يوه کس په تبر خپل ورور وژلی

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) په کندوز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې يو کس يې د خپل ورور د وژلو په تور نیولی.

په دې ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند ‏قاري عبیدالله عابد ويلي، چې ياد شوی کس په امام صاحب ولسوالۍ کې نیول شوی.

دغه کس منلې، چې له لفظي شخړې وروسته یې خپل ورور په تبر وژلی دی.

د ياد شوي کس په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې له څه مودې راهيسې د کورني تاوتريخوالي له کبله د ورته وژنو خبرونه زيات شوي دي.

فقر، رواني ستونزې او ځینې ناوړه رواجونه د ورته پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...