پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهصالح: که ملا عمر په سل مرض اخته و، ولې یې ځانمرګی...

صالح: که ملا عمر په سل مرض اخته و، ولې یې ځانمرګی برید ونه کړ؟

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې د ادعا شوي عامل په اړه ځینې پوښتنې وړاندې کړي.

امر الله صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې که ملا عمر ريښتيا د توبرکلوز يا سل ناروغۍ له کبله مړ شوی وي، نو د ناروغۍ له شدت سره یې له مړینې مخکې ولې ځانمرګی برید نه کاوه؟

صالح زیاتوي، چې د طالبانو مشران نور خلک ځانمرګو بریدونو ته هڅول، خو خپله یې حتا که توبرکلوز یا سل ناروغي هم لرله، د ځانمرګي برید لپاره واسکټ نه اغوسته.

پخواني مرستيال ولسمشر د طالبانو مشران د خلکو په غولولو تورن او ويلي، چې په ډېرو برخو کې دغه ډله له راولپنډۍ څخه رهبري کیږي.

هغه د افغانستان پر خاورې د پاکستان د وروستیو هوايي بمباریو په اړه د ملا عمر د زوی او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد غبرګون ته اشاره کوي او وايي، چې د پاکستان لخوا د سلګونو تنو له وژل کيدو وروسته هم طالب مشران حتا په ښکاره د پاکستان د نوم اخیستو جرئت نه لري.

د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې مخکې د دوی د بنسټګر او لومړني رهبر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې په نهمه تلين غونډه کې وويل، چې ملا عمر په زابل کې د توبرکلوز یا سل له اوږدې ناروغۍ وروسته مړشوی و.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبیل بیا ویلي وو، چې ملا عمر په افغانستان کې نه، بلکې پاکستان کې د هغه هېواد د استخباراتو په امر د نوموړي د ورپسې ځای ناستي ملا اختر منصور له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.

طالبانو په دې اړه شویو پوښتنو او ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. یاره پنجي ماما دآ خبره خو د ډیره احمقه او هیڅ سر سره نخوري ! اوس هغه دی تاسو انتحاری کوۍ یو یې هم دسړي زوی نه یاست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب