پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد مزار شريف - ترمز او کابل - پېښور اوسپنې پټلۍ جوړولو...

د مزار شريف – ترمز او کابل – پېښور اوسپنې پټلۍ جوړولو په اړه مذاکرات پيل شول

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) د ازبکستان د چارواکو او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر منځ د مزار شريف – ترمز او کابل – پېښور تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړيدو په اړه پرون په ترمز کې مذاکرات پيل شول.

ازبکستاني رسنۍ وايي، چې په دې مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس بخت الرحمن شرافت کوي.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څه موده مخکې يې په دې اړه ازبکستان ته د خپل يوه پلاوي د سفر خبر ورکړی و.

د افغانستان بی واکه شوي ولسمشر اشرف غني له منځنۍ اسيا سره د افغانستان د اړيکو په زياتيدو ډېر تمرکز وکړ او ټينګار يې کاوه، چې افغانستان به د سيمې او نړۍ د اتصال په مرکز بدلوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي هم مختلفو سيمه ييزو هېوادونو ته د سفر پر مهال د اشرف غني دا خبره تکرار کړې ده.

يو شمېر افغانان د طالبانو په ورته هڅو خوشاله دي، خو يو شمېر نور بيا ادعا کوي چې طالبان د داسې تعاملاتو لازمه پوهه او ظرفيت نه لري او د ګټې پر ځای افغانستان ته تاوان راوړي.

طالب چارواکي بيا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب