جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: ۱۱۰ زره کسان مو تر اوسه نوې ملي اردو کې...

ملا یعقوب: ۱۱۰ زره کسان مو تر اوسه نوې ملي اردو کې جذب کړي دي

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي، چې تر اوسه يې په نوې جوړیدونکې ملي اردو کې ۱۱۰ زره کسان جذب کړي دي.

 ‏د هغه په وينا د دغې اردو د جوړولو لپاره هڅې لا هم دوام لري.

باختر خبري اژانس، چې د ملا یعقوب په حواله ېې دا خبر خپور کړی، د طالبانو د اردو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې د مخکیني ملي اردو منسوبينو ته هم په خپله اردو کې ونډه ورکوي.

په ټیټه کچه معلومه نه ده، چې دا ونډه تر کومه حده ورکړل شوې، خو د جنرالانو په کچه تر اوسه د څو ګوتو په شمارو مخکينيو جنرالانو د بیا ګومارلو خبر ورکړل شوی دی.

مخکې ځينو بهرنيو رسنيو له داعش او طالب ضدو مقاومت ډلو سره هم د مخکيني ملي اردو د يو شمېر منسوبینو د یو ځای کیدو خبر ورکړی و.

له دې سره، هره ورځ د هېواد له مختلفو سيمو څخه طالبانو له لوري د مخکينيو امنيتي او دفاعي ځواکونو خلاف د غچ اخيستونکو اقداماتو راپورونه هم خپریږي‌.

د ملي اردو يو شمېر پخواني چارواکي او له هغې ډلې په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو پخواني قومندان جنرال ايوب حسين خېل بيا په دې اړه خپريدونکي راپورونه رد کړي او ویلي، چې دوی ته کوم خطر نه دی پېښ شوی.

ډ طالبانو ځينې منتقدین بيا وايي، چې طالبان له هغو مخکينيو امنيتي او دفاعي منسوبينو سره ستونزه نه لري، چې د دوی نفوذي او پټ ملګري وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب