Homeخبرونهد اریانا افغان هوايي شرکت مشهد ته هم الوتنې پیلوي

د اریانا افغان هوايي شرکت مشهد ته هم الوتنې پیلوي

(چهارشنبه، د ثور ۷ مه) له مسکو وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت د ایران مشهد ته هم الوتنې پیلوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت نن وویل چې «د اریانا افغان هوايي شرکت» به ژر د ایران مشهد ښار ته الوتنې بیل کړي.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د خبرپاڼې له مخې، مشهد ته به له اوږده ځنډه وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې د مې په شپږمه، چې د ثور له ۱۶ سره برابرېږي پیل شي او له یادې نېټې وروسته به په اوونۍ کې ۳ الوتنې کوي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې مشهد ته به د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې د یکشنبو، سې شنبو او جمعو په ورځو الوتنې کوي.

پرون په کابل کې د روسیې سفارت ویلي و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له کابل څخه د اریانا افغان هوايي شرکت یوه مسافري الوتکه مسکو ته والوته.

ټاکل شوې ده چې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه د دوشنبو په ورځو مسکو ته والوځي او د سې شنبو په ورځو له مسکو څخه بېرته کابل ته راوګرځي.

اريانا افغان هوايي شرکت ماسکو ته خپلې الوتنې بیرته پیل کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...