Homeخبرونهایران له ط سره د سرحدي ناندريو په اړه د پرونیو خبرو...

ایران له ط سره د سرحدي ناندريو په اړه د پرونیو خبرو جزییات خپاره کړل

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) د ايران يوه نېمه دولتي خبري اژانس تسنيم له طالبانو سره د سرحدي ناندريو په اړه د خپل حکومت د پرونیو خبرو جزییات خپاره کړي.

د ايران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک دغه اړوند اژانس د طالبانو د دفاع وزارت له سرحدي مقام مولوي شبير احمد سره د ايران د مرستيال سفير سید حسین مرتضوي د لیدنې په اړه ویلي، چې دا لیدنه د وروسیتو سرحدي ناسم پوهاویو د حل په هدف شوې ده.

تسنيم اژانس وايي، چې د لیدنې پر وخت طالب مقام د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله د ایران حکومت نه مننه کړې او ورسره پر ښو اړیکو یې ټینګار کړی دی.

سرچینه د طالب چارواکي په حواله وايي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد امر کړی، چې هیڅوک له ایران سره په ګډه پوله کې د وړې ناندرۍ او پوځي قوت ښودلو اجازه نه لري.

تسنیم اژانس د مولوي شبير احمد له خولې لیکي، چې طالب چارواکي له ایران څخه په ګډه پوله کې د انساني قاچاق، نیشه یي توکیو او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د هر اړخیزو همکاریو تمه لري.

ويل شوي، چې په لیدنه کې له اختر څخه وروسته طالبانو د سرحدي ستونزو د حل لپاره د یوه څلور کسیز پلاوي په وسیله ایران سره د مذاکراتو هوکړه کړې ده.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې، چې نن د مولوي بریاني په نوم په هرات کې د طالبانو یو چارواکی له ایراني لوري سره د رامنځته شویو ستونزو په حل وغږيږي.

له څو ورځو راهيسې یو شمېر رسنیو د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې د احتمالي نښتې او ورته د پوځي او نورو اماده ګیو خبر ورکړل شوی.

ايراني رسنۍ بیا د دواړو لوريو د چارواکو په حواله دا راپورونه رد کړي دي.

طالبانو د پرونۍ لیدنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د دوی ځینو مطبوعاتي مبلغينو پرون ویلي وو، چې د دفاع وزارت چارواکو یې د ایران د سفیر مرستیال احضار کړی دی.

ایران له ط سره د سرحدي ناندريو په اړه د پرونیو خبرو جزییات خپاره کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...