سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونههندوستان: د اوکرایین په نوم اوریدو افغانستان را ياديږي

هندوستان: د اوکرایین په نوم اوریدو افغانستان را ياديږي

تاند:( چار شنبه، د ثور اوومه) د هندوستان د بهرنیو چارو وزير جي شینکر د لویديزو هېوادونو هغو نيوکو ته له پېغوره ډک غبرګون ښودلی، چې د اوکرایین په قضیه کې د دغه هېواد د بې طرفۍ په اړه یې ترسره کړي.

هندوستان د روسیې د یوه نیږدې متحد په توګه د لویدیز د توقع خلاف پر اوکرایین د روسیې برید ونه غنده.

دغه هېواد دې کبله د خپلو لویدیزو متحدینو له نیوکو سره مخامخ دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دغو نیوکو ته په غبرګون کې لویدیز هېوادونه مخاطب کړي او ورته ویلي دي:« کله چې د اوکرایین په اړه غږيږئ، ما ته په افغانستان کې ستاسې د کار پايله را یادیږي».

 د هندوستان د بهرنیو چارو د وزير اشاره ممکن له طالبانو سره په دوحه کې د امريکا د ۲۰۲۰ د سولې تړون ته وي، چې لویدیزو هېوادونو هم ملاتړ ورڅخه وکړ.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام يو شمېر چارواکي ياد شوی تړون له طالبانو سره پر افغانستان د نړيوالې ټولنې معامله او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو پټه هوکړه ګڼي.

امريکا او متحدين يې بيا د جمهوري نظام مشرتابه ملامتوي، چې له خپل حکومت او افغانانو څخه يې سمه دفاع ونه کړه او جمهوري نظام له منځه لاړ.

2 COMMENTS

  1. دُعا کوم چی روسیان د اوکراین په جګړه کی بریالی سی څو د بشر د حقوقو د دروغجنو مدعیانو ( اامریکائیانو او انګریزانو ) اصلی څېرې نوری هم بربنډی سی.
    امّا
    د روسیانو په هکله یو څو لنډی ترخې او خوږې څرګندونی :
    یهودو او انګریزانو په ګډه د ” فری ماسونری ” تر چتر لاندی روسیانو ته لویه تَلَکه کېښودله.
    د روسیانو د محتوم پرمختګ د مخنیوی پخاطر ئې په روسۍ ټولنه کی د مارکسیزم – لیننیزم کړغېړنه پروژه پلې کړه چی په نتیجه کی ئې هم اقتصاد او هم فرهنګ او معنویت په ساطور ور وواهه او د اویا کلونو په اوږدو کی ئې د روس څخه شوروی او د شوروی څخه د ( اُوخۍ مور ) جوړه کړه چی البته د زرغون کمربند د ایجاد په نتیجه کی دا د اُوخۍ مور د ( افغانستان ) تاوده ( حمام ) ته را کش کړه سوه او جامې ترې وایستل سوې.
    د نن ورځی د ” روسئې ” د هیواد د څرنګوالی منظره:
    زموږ سره غربیانو ناځوانی وکړه، نه ئې خپله زموږ لاس نیوی وکړ او نه ئې زموږ د پرون ورځی وړوکئ سوئ او بدل سوئ او ندیم او پښیمانه سوئ دښمن ( روسئې ) سره د دوستۍ ادامې ته پرېښودلو.
    د روسئې د هیواد سره د معقولو او مطلوبو مناسباتو درلودل به زموږ دواړو د ژورو زخمونو د التیام سره ډیره مرسته کړې وای.
    په هره توګه؛
    د نننۍ روسئې د دریځ په هکله یو څو لنډ ټکی:
    روسیه یوازنی غیر اسلامی هیواد دئ چی د اسلامی کنفرانس د ناظر غړی پتوګه غړیتوب لری.
    روسیه یوازنی غیر اسلامی هیواد دئ چی اسلامی ارزښتونو ته سپکاوی پکی مدنی جرم ګڼل کیږی.
    روسیه یوازنی غربی هیواد دئ چی وچه مُرده ګوی ( همجنسبازی ) پکی غیر قانونی ده.
    تر ټولو جالبه دا ده:
    روسیه یوازنی هیواد ( د وارشو د پکت سربراء او تښتېدلئ وارث ) دئ چی لس کلونه مخکی ئې د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه چی د استعماری اهدافو په انګیزه ئې دا غوښتنه رد سوه چی البته په ناټو کی د اوکراین د غړیتوب د خطر د مخنیوی پخاطر ئې نن د مجبوریت له مخی ډیر لوی رِیسک منلئ او د اوکراین د تأدیب په لټه کی دئ چی هیله ده اوکراین د یو خپلواک هیواد پتوګه ځان د امریکائیانو د نفوذ او اغیز څخه وژغوری او د مسکو سره د یو صالح ګاونډ پتوګه معقول دریځ غوره او د لمنی څخه ئې د جګړې او نفرت کمبله ټوله سی.

  2. غلام حضرت صاحب ډیر پوخ تحلیل کړی دی ، د سلو سیاسی، استخباراتی، تاریخی او اقتصادی کتابونو لنډه نتیجه یی پورته کرښو کی پوره راوړی ده آفرین شه په دی ښه نوشته زه د غرب او شرق مخالف یم خو د اسلام بریالیتوب غواړم. له ډیرو نویو معلوماتو یی خبر کړم مثلاً دا چی روسیه اسلامی کنفرانس کې یواځنی هیواد دی، دا چی د ډیر پخوا د فلسطین په ننګه ولاړه ده، دا چې د سولی لپاره یی وارسا منحل کړ، دا چی امریکی سره د وسلو د سیالی د مخنوی په پیمان امضا کولو کی مقدم او متعهد ده لکه سالت دو، دا چی موږ ته یی ډیری فابریکی او بندونه جوړ کړی، لویی لاری او سالنګونه یی جوړ کړی خو کاشکی یی هغه څلویښت کاله مخکی نظامی تیری هم نه وای کړی نو یوه ښه عنعنوی دوسته به مو وه اوس نو یا به یی تیروتنه وبښو یا به د امریکی لمنی ته لویږو. هغه وخت روسیه د شپانه ساده ترکی او شیاد میرغضب امین لعین او امریکی برژنسکی له خوا فریب وخوړ او افغانستان دا دی دربدره شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب