شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د ثور ۷ او ۸ درانه غمونه او بورې هيلې

د ثور ۷ او ۸ درانه غمونه او بورې هيلې

د نړۍ زبرځواک د خپلو شومو هيلو د پوره کولو په تکل د امپراتوريو په هديره (افغانستان) کې د فکري او عقيدوي مزو د غځولو هڅه وکړه، چې ځېنې ځوانان يې د ړانده تمدن په لومو کې ګير شول او په افغانستان کې يې د (KGB) لپاره عملاً کار شروع کړ.

د خلق په نامه ګوند را منځ ته شو په ښکاره يې فعاليت شروع کړ، نشريات يې خپرول تر دې چې د شوروي اتحاد د هيلو پوره کولو لپاره يې افغان مظلوم ولس د تاريخ په ستر ناورين کې ښکېل کړ، د سردار داودخان په جمهوري نظام يې د (۱۳۵۷) لمريز کال د ثور په اوومه ظالمانه کودتا وکړه، چې داودخان يې له خپلې کورنۍ سره په ډېر ظلم او وحشت سره ووژل، افغان ملت له سترو غمونو، برباديو، وحشتونو، کړاوونو او ظلمونو سره مخ شو.

د ثور اوومه هغه توره ورځ وه چې افغانان يې د وير په ټغر کښېنول او سرنوشت يې مسکو ته وسپارل شو، د کې جي بي لاسپوڅو په خپل مظلوم ملت هېڅ رحم ونه کړ، خپل ټول مخالفين يې ژوندي تر خاورو لاندې کړل، علماء، محصلان، استادان، قومي مشران به يې نيمه شپه له خپل کور او ګرمې بسترې نه را پورته کړل، په داسې حال کې، چې د مېرمنې او وړو بچو چيغو او کوکارو به يې د شپې د خپې فضا سکوت مات کړی و، خو د هيچا پر زړونو به دې سويو ساندو او چيغو تاثير نه کاوو، مظلوم پلار جان به يې په کشولو-کشولو خړ جيپ ته و خېژواه او د اګسا، کام او خاد تور زندان ته به يې واچول، کله به چې زندانيان زيات شول او په زندان کې به نه ځاييدل، شفري امر به صادر شو، چې په دهمزنګ او پليګون کې پرې خاورې واړوئ.

د پاتې مېرمنې د خاوند زنده ګي به ژوندۍ تر خاورو لاندې شوه، او دې خوارکۍ به هر ماښام خپل بچي په دې بهانه ويده کول، چې سبا ته مو پلار جان راځي؛ خو پلار جان يې روسي بلدوزرو په پليګون کې تر خاورو لاندې کړی و. يوازې دا غميزې نه بلکې د ثور کودتا او په افغانستان د شوروي يرغل افغانان داسې تبا او برباد کړل، چې عزت، ابرو، سياست، اقتصاد، امن، ژوند، خوشالي او هر څه يې ورنه واخيستل، د ثور د اوومې له کودتا وروسته د افغانستان پر افق د ظلم او وحشت ورېځې را خپرې شوې، د کمونستانو د رژيم د امنيت ادارې په زرګونو بې ګنا انسانان ژوندي تر خاورو لاندې کړل داسې ظلمونه يې وکړل، چې افغانانو يې مخکې کله تصور هم نه و کړی.

د ۱۳۵۸ ل کال د جدي پر شپږم روسانو مستقيماً پر افغانستان يرغل وکړ او کارمل يې د شاشجاع په څېر په ټانګ سپور ورسره راووست او د کابل پر تخت يې کېناوو نو د ظلم، بربريت او وحشت بازار نور هم ګرم شو، دومره ظلمونه يې وکړل چې له چا سره يې د بيانولو وس نشته د ظلمونو يو مثال يې درته وړاندې کوو.

د هرات قيام د کمونستانو د ظلم او زياتي له امله وشو، چې تره کي له روسيې نه مرسته وغوښته هغوی ورته قوي-قوي اسلحې را ولېږلې او امين له يو چل نه کار واخيست چې د کندهار د قومنداني د قوې يوه غټه برخه ټانګونه او زره پوښونه يې هرات ته ولېږل، چې پر دې وسايلو سپين او شنه بيرغونه وو، هراتيانو ګومان وکړ چې ګنې کندهاريانو هم پاڅون کړی او زموږ مرستې ته راغلي، نو ښار ته يې را پرېښودل کله چې قوه ښار ته ننوتله په ښاريانو يې ناتاره ډزې شروع کړې، چې د قتل عام په نتيجه کې (۵۰۰۰۰) کسان شهيدان کړل او ځينې وايي چې (۲۵۰۰۰) کسان ووژل شول.()

روسانو نور هم داسې بې شمېره ظلمونه وکړل، په لکونو ماينونه او بمونه يې زموږ د هيواد په لر اوبر کې وکرل چې تر اوسه زموږ بې ګنا وطنوال پرې الوزي، همداراز په اوس وخت کې په لسګونه ډلييز قبرونه پيدا شوي، چې سلګونه بې ګنا وګړي پکې ژوندي خښ شوي دي.

روسانو د ۱۳۵۸هـ لمريز کال د جدي پر شپږمه په افغانستان نظامي يرغل وکړ، چې ((۹)) کاله او ((۵۳)) ورځې په افغانستان کې پاتې شول، او په ۱۳۶۷هـ لمريز کال د د لوې په ((۲۶)) مه له افغانستانه ووتل.

د شوروي د يرغلګر پوځ شمېر د روسانو له خولې ((۰۰۰ ۱۱۵)) ښودل شوی د غربيانو له قوله (( ۱۵۰۰۰۰)) اټکل شوی خو مجاهدينو بيا دا شمېره (( ۲۰۰۰۰۰)) ښودلې ده.()

د شوروي پوځ د وژل شويو عسکرو شمېره ټولټال (( ۱۴۴۵۳)) تنه ښودل شوې، چې (( ۹۵۰۰)) يې په جنګ کې وژل شوي (( ۴۰۰۰)) د زخمونو له امله مړه شوي، او(( ۱۰۰۰)) تنه د بېماري په سبب مړه شوي، او د زخميانو شمېر يې (( ۵۳۷۵۳)) تنه ښودل شوی او (( ۳۱۲))تنه يې ورک شوي دي، همدا راز يې (( ۱۰۰ )) تنه ملکيان هم وژل شوي دي.

د کمونيست رژيم وژل شوي عسکر (( ۱۸۰۰۰ )) تنه دي، د شوروي په مقابل کې د (( ۷۵۰۰۰)) تر ((۹۰۰۰۰ )) پورې مجاهدين شهيدان شوي دي.

او د ملکي تلفاتو شمېره چې احتمالي ارقام يې ښودل شوي له شپږ لکه تر دوه ميليونه پورې دي.او تقريباً درې ميلیونه زخميان شوي دي، پنځه ميليونه له افغانستان نه بهر ته مهاجر شوي دي او دوه ميليونه په داخل کې په زور هجرت ته اړ شوي دي ().
زموږ د هيلو غوټۍ هغه وخت مړاوې شوې کله چې د وخت فاتح مجاهدين کابل ته ننوتل او د کابل جنتي ښکلا يې د راکټو او باروتو په زور مسخه کړه، کابل يې د جنګ په اور او لوخړو کې په جهنم بدل کړ، د نړۍ د مسلمانانو او خپل کړېدلي ولس د يو سوچه اسلامي نظام، سولې او ارامۍ هيلې يې له خاورو سره خاورې کړي، د اقتدار او چوکۍ په سر نښتې پيل شوې.

د ثور له اوومې کودتا او د روسانو له يرغل وروسته افغان مېړني ولس په سپېڅلي جهاد لاس پورې کړ او د نړۍ مخلصو مسلمانانو له افغانانو سره مالي او ځاني همکارۍ وکړې، د نړۍ په هر ګوټ کې افغان مجاهدينو ته دعاګانې کېدلې او هر چا خپل مدافعين او ساتونکي ګڼل.

مجاهدينو عملاً د روسانو او کمونستانو په ضد ولسواله مبارزه شروع کړه، چې افغان ولس يې په ډېر همت او غيرت سره ننګه او ملاتړ وکړ، د يو اسلامي نظام، سولې او اشغال پای ته رسېدو په تکل يې له هېڅ ډول قربانۍ مخ وا نه اړاوو. داسې ورځ هم راغله چې د شوريانو نړيواله امپراطوري د غريبو افغانانو په لاس دړې وړې شوه، د کمونېزم او سوسيالېزم مفکوره په نړۍ کې له ماتې سره مخ شوه او افغان مجاهدين د ثور په اتمه کابل ته ننوتل د خوشاليو جشنونه ولمانځل شول، ټوله اسلامي نړۍ د خوښيو په سمندر کې ډوبه وه؛ خو بيا څه وشول؟

افغان مجاهدين په دريو ډلو و وېشل شول، يوه ډله د جهاد په دوران کې شهيدان شول، بله ډله د مجاهدينو له فتحې سره په خپلو کورونو کې کېناستل او چا درس او تدريس ته مخه کړه، ځکه دوی ليدل، چې د څوکيو مينان به اوس د مظلوم ملت په وينو سودا کوي او يو ځل بيا به په وطن کې د جګړې اور بلوي. درېمه ډله د قدرت لېونيان و چې په خپلو کې سره و نښتل او کابل يې لوټې لوټې کړ، داسې بې عزتۍ را منځ ته کړې چې د کمونستانو په دوره کې هم نه وې شوې. ځکه د نړۍ د مسلمانانو خصوصاً د افغانانو هيلې بورې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب