دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهچینايي ځواکونه په بګرام اډه کې ځای پر ځای شوي

چینايي ځواکونه په بګرام اډه کې ځای پر ځای شوي

تاند(جمعه، د ثور ۲ مه) د انډ (And) په نوم مجلې ادعا کړې چې چینايي ځواکونه په بګرام هوايي اډه کې د طالبانو د حقاني شبکې غړیو ته روزنه (تریننګ) ورکوي.

دا مجله همداراز وايي چې د بګرام په هوايي اډه کې د ایران د انقلابي ځواک (سپاه پاسداران) عملیاتي عناصر او د پاکستان د پوځي استخباراتو غړي هم ځای پر ځای شوي دي.

انډ مجله زیاتوي، د ۲۰۲۱ په وروستیو کې یې راپور ورکړی و چې په بګرام هوايي اډه کې چینايي ځواکونه دېره شوي دي.

خو اوس انډ ته سرچینو ویلي چې چینايي پوځي پرسونل په بګرام کې اوسي او دوی د حقاني شبکې غړیو ته روزنه ورکوي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په یوه پوسټ کې لیکلي و چې د یوه بهرني هیواد محدود شمېر پوځیان د بګرام اډې په یوه کونج کې دېره شوي خو نه غواړي د دغه هیواد نوم واخلي ځکه چې خلک به په خپله خبر شي.

انډ مجله وايي چې د حقاني شبکه د انتحاري حملو مهارت لري او په تېرو کلونو کې یې د افغان او امریکايي پوځیانو پر ضد یو شمېر خونړۍ انتحاري حملې کړي دي.

انډ مجله زیاتوي، د حقاني شبکه له القاعده سره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

صالح: د يوه بهرني هېواد ځواکونه بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب