دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د کندوز پېښه کې ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۳ ټپيان...

مجاهد: د کندوز پېښه کې ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۳ ټپيان دي

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) ‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد په کندوز ولايت کې پر یوه جومات د نننۍ چاودنې د مرګ ژوبلې ارقام په ډاګه کړل.

نوموړي وويل:« دکندوز د امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې.

 ۳۳ ولسي خلک چې ماشومان هم پکې دي شهیدان او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.»

طالب وياند د يادې پېښې له غندلو سره د دغو پیښو عاملین« فتنه ګر او شریر عناصر» ګڼلي او ويلي، چې د نیولو او په سزا رسولو په اړه یې جدي هڅې روانې دي.

د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ويل شوي چې په نښه شوی جومات د مخکينيو په نښه شویو برعکس د اهل تشيع نه، بلکې اهل تسنن اړوند دی.

پر اهل تشيعو د بريدونو مسووليت تر ډېره داعش ډلې پر غاړه اخيست.

طالبانو نن وویل، چې د بلخ د اهل تشيع په يوه جومات کې د چاودنې داعشی عامل يې نيولی دی.

1 COMMENT

  1. یوه زیږه پوښتنه او یوه تېرَه څرګندونه:
    د مزار شریف د خونړی حملو مسئولیت داعش پر غاړه اخیستئ دی کوم چی قربانیان ئې فقط اهل تشیع وه.
    د کندوز د جومات د فاجعې عاملین معلوم نه دی کوم چی قربانیان ئې یوازی اهل تسنن دی ( احتمالاً دا به هم د داعش کړنه وی ).
    پوښتنه دا ده:
    داعش ادعا لری چی د طالب دښمن دئ ځکه طالب د امریکې لاس پوڅئ دئ.
    که داعش رشتیا هم ځان د طالب دښمن ګڼی نو دا انتحاری یا غیر انتحاری او سیسټماټیکی حملې ولی پر طالب باندی نه تر سوه کوی چی پر عامو مسلمانانو ئې تر سره کوی؟
    عقلی – عینی دلائل او منطق خو دا حُکم کوی چی:
    دا ډول حملې د نړیوال صهیونیزم ( یهودو، انګریزانو، امریکائیانو او نورو استعمارګرانو او توطئه ګرانو او د سعودی خبیثو حاکمانو ) یوه ګډه پروژه ده څو د قومی او تباری متقابلی کرکی د را منځته کولو تر څنګ مذهبی کرکی او تقابل ته هم زمینه برابره کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب