دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمنصور احمد خان پر افغان جوماتونو بريدونه وغندل

منصور احمد خان پر افغان جوماتونو بريدونه وغندل

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) ‏په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان، چې ځینې منتقدین یې د پاکستان وايسرای هم بولي، د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې پر جوماتونو وروستي بریدونه غندلي دي.

نوموړي ويلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د مزار شريف، کندوز او یو شمېر نورو ولايتونو په جوماتونو کې چاودنې غندلي او ژوره اندیښنه یې پرې څرګنده کړې ده.

د پاکستان سفير زياتوي، چې هېواد یې « د ترهګرۍ د بلا» پر وړاندې د افغانستان د خلکو او دولت ملاتړ کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو د نا امنۍ مختلف راپورونه ترلاسه کيږي.

پاکستان په دې اعلاميه کې طالبانو ته « د افغانستان د دولت» ټکی په داسې وخت کارولی، چې په د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

پر پاکستان تور او نيوکې دي، چې د طالبانو له واک ته رسولو سره د اوسني افغان کړکېچ يو اصلي لامل دی، خو دغه هېواد دا تورونه ردکړي دي.

1 COMMENT

  1. ولى يى غندنه كوي؟
    پرون يى چی پر چا کول هغوى نن واكمن كري دي. مور خو د همدوى له لاسه كريرو. د اغزن تار په نوم پروزی پيسى يى له امريكا واخيستى. خاوره يى د افغانستان لاندى كره، خو تروريزم ورك نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب