جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهصالح: د يوه بهرني هېواد ځواکونه بګرام هوايي اډه کې ځای پر...

صالح: د يوه بهرني هېواد ځواکونه بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) ‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ادعا کړې، چې د یوه بهرني هیواد یوه ډله ځواکونه د پروان ولايت په بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی وايي، چې دی د دغه هېواد نوم نه اخلي، ځکه چې دا موضوع پټه نه پاتې کېږي.

د هغه په خبره، ژر به روښانه شي چې دغه ځواکونه څوک دي، څه کوي او د څه لپاره هلته ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځينو سرچينو ويلي، چې په بګرام هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي ځواکونه په ډېر ګومان د چین اړوند دي.

تر اوسه دقیقه نه ده، چې ريښتيا هم په بګرام اډه کې بهرني ځواکونه مېشت شوي کنه او که هو نو څوک دي؟

مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتو څخه وروسته، د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته به چینايي ځواکونه په بګرام هوايي اډه کې مېشت شي.

څو مياشتې مخکې، په بګرام هوايي اډه کې د لویو څراغونو له څه مودې بندیدو او بیرته روښانه کيدو څخه وروسته ځايي خلکو هم دغې هوايي اډې ته د چینايي ځواکونو د راتلو ادعا کړې وه، خو طالبانو او چینایانو رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب