Home+غزل/ عبدالباري جهاني

غزل/ عبدالباري جهاني

د نن پوښتنه مه کوه پر مېنه مي اور بل دی

سوځلی مي باروتو د تنکۍ حوري اوربل دی

ناسیاله دی که سیال دی زموږ انګړ یې دی نیولی

لمبو ته یې سپارلی بدخشان دی که کابل دی

تر څو به له پردیو ګیله مني لرو ژبي

چي ورور مي د خورلڼي ناوکۍ د پلو غل دی

سدۍ سوې چي تربور یې په دښمن دی غلط کړی

په وېش ور رسېدلی په ازل کي فکر شل دی

که نن نه وي سبا به د زمان کندي ته لویږي

پخپله یې وژلی په تیاره لار کي مشل دی

لقمانه ډېر به راوړې د خپل عقل مرهمونه

دا زخم ناسوري دی له دې قامه سره مل دی

ویښیږي به یو وخت چي اسرافیل وي ستړی سوی

نیلی د خوشحال خان چي په دې غرونو کي کچل دی

پلرونو یې په وینو رنګولي ول هډونه

زامنو یې  سپارلی رقیبانو ته بورجل دی

خو دا مي په خپل ښار کي له لویانو اورېدلي

« ګیدړ چي مخ پر ښار ځغلي راغلی یې اجل دی»

ملنګه جهاني د پاچاهانو دښمني ده

تر څنګ د زورورو زړه ور مه کښېنه متل دی.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل یوویشتمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...