جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههند د ملګرو ملتونو سرمنشي ته، ط دې د هېوادونو خلاف د...

هند د ملګرو ملتونو سرمنشي ته، ط دې د هېوادونو خلاف د افغانستان د نه استفادې ډاډ ورکړي

تاند:( جمعه، د حمل ۲۶ مه) ‏‏د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونتیو ګوتیریش سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې طالبان دې د افغانستان له خاورې څخه د هېوادونو پر ضد د بریدونو د نه تر سره کیدو ډاډ ورکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره امریکا ته د سفر پر مهال، د افغانستان پر اړوندو مسایلو خبرې کړي.

ښاغلی جې شنکر، چې امریکا ته په رسمي سفر تللی په خپل ټوېټ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې د افغانستان په وروستیو تحولاتو باندې بحث کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران دا اوونۍ له خپلو امریکایي سیالانو سره هم د افغانستان په حالاتو غږېدلي.

د راپورونو په اساس دواړو لوریو په طالبانو غږ کړی چې ډاډ ورکړي افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د حملې لپاره بیا نه کارول کېږي.

هند په سیمه کې د افغانستان یو لوی مرستندویه ملګری دی خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې له بیړنیو بشري مرستو پرته په دغه هېواد کې کومه پراختیايي پروژه مخته نه ده وړې.

د طالبانو چارواکو تل ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد خلاف نه کارول کېږي، خو مخکې د دوی د تر ټولو ستر متحد پاکستان په ګډون نیږدې ټولو هېوادونو له دې اړخه اندیښنې څرګندې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب