جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې وسله واله نښته، ۳ غله وژل شوي، یو ط ټپي...

کابل کې وسله واله نښته، ۳ غله وژل شوي، یو ط ټپي دی

تاند:( جمعه، د حمل ۲۶ مه) ‏‏‏‏په کابل کې د طالبانو امنيتي چارواکي وايي، چې نن یې د ځواکونو او وسله والو غلو تر منځ نښته شوې ده.

د کابل د امنیې قومندانۍ طالب ویاند خالد ځدران وايي چې دا نښته د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.

د هغه خبره، په نښته کې درې غله وژل شوي او له هغوی څخه یو غلا شوی موټر او پيسې هم ترلاسه شوې دي.

سرچينه زياتوي، چې په دې نښته کې یو طالب سرتېری هم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو وياندويانو ډېر ځله له داعش او مقاومت ډلو سره د خپلو نښتو خبرونه هم د ځینو خلکو په ادعا له « غلو او اختطافګرو» سره د نښتو په نوم تمام کړي دي.

طالبان بيا د غلو او اختطافګرو خلاف د لاسته راوړنو او امنيت ښه کیدو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب